ارګ په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۸) په کابل، کندهار او ننګرهار کې د وروستيو بريدونو له کبله ولسمشرۍ ماڼۍ نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ارګ له لوري رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې راغلي، چې نن په ټول هېواد کې په بریدونو کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه ملي ماتم اعلانوي.

اعلاميه زياتوي، چې نن به د افغانستان بيرغ د هېواد په داخل او بهرنيو هېوادونو په نمايندګيو کې نيمه ځوړند وي.

د اعلاميې له مخې، سبا دوشنبه به يواځې په کابل کې رسمي رخصتي وي او بل سبا به د ټولو وژل شويو کسانو لپاره د قران کريم ختمونه او دعاګانې کېږي.

تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ تر څنګ موټربم سرتيري بريد کې نږدې سل تنه  ووژل شول او دغه راز ۱۹۰ نور ټپيان شول چې ډیری يې نظامي او دولتي مامورين و.

طالبانو د دغې برید مسئوليت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په هلمند او کابل کې يې د سرتيرو بريدونو پر مهال سلګونه پوليس، افسران او حکومتي نظامي کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button