د هلمند په بیلابیلو ولسوالیو کې دولت او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې له تیرو څو ورځو راهیسې د هلمند په مختلفو سیمو کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.
امریکایي او افغان ځواکونه هڅه کوي تر څو د هوا او ځمکې له لارې وسلوال مخالفین وځپي او هغوی اړ کړي تر څو له نیول شویو سیمو څخه شاتګ وکړي.
له سیمې څخه تازه تحولات دادي چې د ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند نادعلي ولسوالۍ په خوشحال سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو ۱۶ مرکزونه ویجاړ شوي، دوه قومندانان یې وژل شوي او ۱۴ نور جنګیالي یې ژوندي نیول شوي دي، همداراز یې د هغوی ځینې مهمات هم له ځانه سره وړي دي.
خو ځایي سرچینو بیا کابل ټکي کام ته دا خبر بې اساسه بللی او ویلي یې دي چې؛ ګډوځواکونو د دې ولسوالۍ په خوشحال کلي کې پر ولسي خلکو چاپه وهلې چې په نتیجه کې یې ۱ موټر۲ موټرسایکلان سوزولي او ۱۰ تنه د سیمې عادي وګړي یې هم بندیان کړي دي .
همداراز د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په هوایي برید کې دوه وسلوال په نښه شوي دي.
بل پلو طالبانو ویلي چې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سیدانو په سیمه کې یې یوه پوسته نیولې او د ۱۱ افغان عسکرو د وژلو ادعا یې هم کړې ده، دفاع وزارت په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې ګڼ مهمات لاس ته ورغلي او دخپل یوه ملګري د ټپي کیدو پخلی یې هم کړی دی.
په همدحال کې د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یې په چاڼیزو عملیاتو کې ۳ تنه وسلوال وژلي او ۴ تنه نورټپیان ، طالبانو د برید په اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.
په یوه بل خبر کې طالبانو ادعا کړې چې دوو تنو سرتیرو بریدګرو یې د هلمند مرجې اونادعلي ترمنځ په تریخ ناور سیمه کې پر هغو عسکرو چې چاپې ته راغلي وو، ناڅاپي بریدونه کړي چې ۱۰ تنه ځانګړي ځواکونه یې وژلي دي
زیاتوي چې دواړه بریدګر روغ رمټ له سیمې وتلي دي.



