د کابل د برید په تړاو ملي امنیت ، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سپیناوی وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۸ فرید افغان)
په کابل کې د تیرې ورځې تر خونړي برید وروسته چې دولتي چارواکو او عسکرو، ته یې د سر دروند زیان اړولی و د کورنیو چارو وزارت وزیر اویس احمد برمک ، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي توضیحات ورکړل.
د کورنیو چارو وزیر اویس برمک وویل، په کابل کې روزانه تر ۵۰۰ زره ډیر موټر تګ راتګ کوي د ټولو پلټل او تعقیب خورا ستونزمن کار دی د طالبانو د برید په تړاو چې څنګه دوهم قراول ته چې یواځې نظامي سیمه وه ننوتل، امنیتي ځواکونه باید ګرم ونه بلل شي.
برمک زیاته کړه ؛ د پیښې تلفات څو چنده لوړ شوي او په وینا یې چې د کابل په پرونۍ پیښه کې د وژل شویو شمیر ۱۰۳ او د ټپیانو ارقام له ۲۵۰ پورته دي چې زیات قربانیان یې امنیتي پولیس تشکیلوي.
نوموړي په معترفانه توګه وویل ‹‹ وګورئ طالبان څومره قوي شوي ننی وضعیت دا ښیي چې مقابل لوری مو څو چنده زیات قوي شوی دی››
تر نوموړي وروسته د ملي امنیت رئیس اوږدې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ په دې حقیقت رسیدلي چې د جګړو له لارې طالبان نه شي ماتولی.نوموړي دکابل د برید په تړاو وویل؛ تر برید وړاندې یې ځینې خبرداري درلودل خو داچې مقابل لوری په ورځنۍ توګه خپل تکتیکونه بدلوي نوپاتې راغلي.
ستانګزي د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا استعفا ورکوي که له خلکو بښنه غواړي وویل؛ د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتګ له امله له دندې څخه استعفا نه ورکوم او دا حل لاره نه ده د نوموړي په خبره؛ پخوا مو هم له خلکو بښنه غوښتې اوس یې هم غواړو او راتلونکې کې هم چمتو یو چې بښنه وغواړو.
نوموړي په تیر ایستونکې لهجه وویل (مونږ یو لړ بېخبنایي پروژې په پام کې لرو، چې هرې یوې راته دښمنان زېږولي دي)
د ستانګزي په خبره؛ موږ نړۍ په دې قانع کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده.
(جنګ له کلیو څخه د ښاري کیدو پر لوري روان دی او مونږ د مقابل لوري له سخت مقاومت سره مخ یو.)
ستانکزي وویل چې د انټرکانټیننټل هوټل د برید په تور یې ۵ تنه نیولي دي.
د ستانکزي په خبره؛ په تیره یوه میاشت کې یې ۱۹۵ تنه کسان د وسلوالو سره د ملاتړ په تور نیولي دي.
په همدې حال کې د دفاع وزیر له یو لړ تشریفاتي څرګندونو وروسته یوځل بیا د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر اشرف غني خبر تکرار کړه چې په وینا یې په افغانستان کې له ۲۰ وسلوالو ډلو سره په جګړه بوخت دي.
خو نوموړي هم دا وضاحت ورنکړ چې هغه شل ډلې څوک او کومې دي.
تر دې وړاندې طالبانو هم د یاد بری په هکله په یوه توضیحاتي خبرپاڼه کې ویلي و چې برید یې په حکومت کې دننه د نفوذي کسانو په مټ ترسره کړی دی او زیاته کړې یې ده چې رسنۍ په دې هکله ګمارل شوې دي ترڅو د دولتي کسانو تلفات پټ کړي او په ټولنیزو رسنیو کې ملکیانو ته منسوب د نورو سیمو بوږنونکي انځورونه نشر کړي ‹‹ زموږ فدایې مجاهدینو او د هغوی رهنمایانو په داخله وزارت کي دننه د نفوذي کسانو په مرسته سیمه او د پولیسو حرکات له ډیره وخته دقیق څارلي وو، بیا یې ورکړل شوی پلان تطبیق کړ چي په خپل هدف تر سره شو››
طالبانو په دغه وضاحت ليک کې د امريکا ولسمشر ټرمپ او د هغه پلويانو ته پيغام ورکړی چې د زور له لارې نه شي کولی طالبان مات کړي نوموړي ویلي ‹‹ که مو د زور سیاست چلاوه او د توپک په شپیلۍ مو خبرې کولې؛ نو له افغانانو څخه هم د ګلانو د شیندلو تمه مه کوئ››
مجاهد ویلي؛ چې که حکومت سولې ته ژمن وي نو دوی له پخوا چمتو ؤ چې د شرایطو په پوره کیدو سره سم سوله وکړي ‹‹ که د معقولیت او تفاهم اصول پیژنئ؛ نو بیا موږ تر هر چا ښه تفاهم او د سولییز سیاست رغنده پالیسي لرو.››



