لاسپوڅی حکومت باید استعفا ورکړي

آصفی

د ملي یووالي تر عنوان لاندې کرغیړن او لاسپوڅی حکومت چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مستقیمه لارښونه یې بنسټ د افغانستان په شهید روزونکی هیواد کې کیښودل شو، د افغانستان یو شمیر ساده لوحي په دې اند وو چې ګوندې دا حکومت چې د امریکا تر سیوري لاندې په پښو ودریدو نو د لنګې غوا په څیر به ورڅخه خیر وګوري خو بلخوا روڼ اندو او ویښو افغانانو فکر کاوه چې غلام او لاسپوڅي حکومتونه هیڅکله هم د ملت منافع د خپل بادار تر منافعو لوړې نه بولي.

دادی د دې کرغیړن حکومت پنځم او وروستی کال هم پیل شو او ملت په خپلو سترګو ولیدل چې پر ځای د دې چې ورځ تر بلې یې خلکو او هیواد ته خیر ورسیږي، برعکس ورځ تر بلې د افغانانو حالت له هر اړخه د شړیدو په حال کې دی، د خلکو اقتصاد او معیشت د رکود په حالت کې دی، د تعلیم کچه مخ په صفر روانه ده، د روغتیا اړخ مو د نشت په حساب دی، او بالآخره امنیت مو داسې دی چې سره له دې چې شپاړس ډوله ځواکونه ورته د نږدی ۵۰ هیوادونو په مرسته جوړ شوی هر ډول وسایل یې په لاس ورکړی او هر سرتیری تر خولې پورلې په وسله پټ دی، خو د خلکو امنیت د نشت په حساب دی، خلک هم پر سفر ویریږی هم په حضر هم په کور کی هم د کار په ساحه کې او هم په بازار کې، او داسې ورځ نشته چې په هیواد کې مو خلک په وینو کې نه لمبیږي.

د په دې مفهوم ده چې استخارات یواځې معاشات اخلي او نور په درانه خوب ویده دي، شپاړس ډوله سرتیری مو ایله په چور او تالان اخته دي، ایله لارې شکوي، له موتر تیل غلا کوي او خپلې وسلې او کارتوس خرڅوي، د ورسپارل شوې دندې خواته هیڅ ډول توجه نلري، د کابل د څلورو لارو وضعیت که کتل شي هره ورځ له دغو لارو هر ډول موټر تیریږی او ټول خلک په دې اند دي چې په دروازو ولاړ خلک چې اصلا ولاړ نه وي نه تر دې ولاړیدو ښه دي، ځکه چې ټول ایله د ښځینه پولیسو سره په ګپ شپ اخته وي.

نو دا او دا ډول ډیری نادودي دي چې باید له کبله یې په شرافتمندانه توګه دغه لاسپوڅي او ګوډاګي حکومت یا استعفا وکړي او یا دې د ملت څپانده او له قهره ډک عکس العمل ته انتظار وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button