ولسمشر غني له امریکایي جنرال جوزف ووټل څخه د همکایو د زیاتوالي غوشتنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۸ فرید افغان)

په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه خونړي پړاو ته داخله شوې او ورځ تر بلې وضعیت کړکیچن کیږي ، په همدې حال کې یو لوړپوړي امریکایي جنرال د سیمې د اوضاع د معلومولو په خاطر افغانستان ته تللی دی .

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل نن له جمهور رئیس غني سره د بیلابیلو مسائلو په اړوند خبرې وکړې او له افغان حکومت سره یې د نظامي مرستو د لا زیاتوالي ډاډ ورکړ.

غني له امریکایي جنرال څخه مننه وکړه چې د افغانستان سره په امنیتي برخه کې لویه مرسته کوي او زیاته یې کړه چې؛ موږ د هغو زړورو امریکایانو د قربانیو پوروړي یو چې د افغان ځواکونو قومنده او لارښوونه کې له هیڅ خطر څخه دریغ نه کوي.
غني وویل؛ د بلک هاک چورلکو چې تر اوسه یې تر ۱۰ کمې افغانستان ته رسیدلې د مخالفینو په ځپلو کې ښه نتیجه ورکړې ده او له امریکا هیله لري چې د افغان حکومت د لا ثبات په خاطر ورسره همکاري زیاتې کړي.

ووټل ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو د تجهیز او اکمالاتو د پوره کولو په خاطر اوږدمهاله مرسته کوي.
ووټل داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې دا هیواد له سختې سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ سره مخ دی او د شنونکو په باور چې د افغانستان د بدبختیو اصلي لامل هم امریکا ده چې په خپل دایمي حضور سره غواړي په سیمه کې نا امنیو ته لمن ووهي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button