د کابل برید او د تلفاتو او خپاره شوو انځورونو په تړاو حقیقت څه دي؟

لیکنه: اولیاء عمري

پرون مې ټوله ورځ فېسبوک بند وو د کابل په برید غرمه لا خبر شوم خو په وروسته جزیاتو نه، څه لږ مصروف وم خو ماښام ناوخته چې مې فېسبوک خلاص کړو نو رسنۍ په عجب غوبل لړل شوې وې څو انځورونه مې مکرر ولیدل اول ځل مې انځورونه ته وکتل سخته مې خوا بده شوه ،مال دا خو ریښتیا ولسي خلک د تلفاتو ښکار شوي.

خو چې لږ مې انځورونه وکتل او لږ مې پخواني بریدونه پسي ولټول او لږ مې د افغانستان نه بهر ملکونو رسنۍ وکتلې نو راته څرګنده شوه چې هغه پر کټ پرته انجلۍ د سوریې ده او هغه انځور پښې چې پرتې وي بدنونه پراته وي او بد حال وي هغه انځور د پخوانیو داعشي حملې له راپورونو (یعني د کابل په دیمزنګ کې د شعیګانو پر مظاهره داعشو تیر کال برید کې دا ملکیان شهیدان شوي وو )څخه اخذ شوی وو.

یو دوه انځوره بیا د هندي فلمانو څخه اخستل شوي وو او یو خو هغه وو چې کندوز کې د امریکایانو په بمبارد کې ژوبل شوي وي او دوه درې ځیني نور چې ملکیان پکې ښکاري هغه هم پخواني او داسي انځورونه ول چې د کابل د پیښې نه وو او یو انځور خو ماشوم پروت وي او سر نه یې لږ لیرې وینه ښکاري خو د هغه اصل انځور چې پخوا مې لیدلی وو د ماشوم سر ته پرتې ویني د چرګ وي ، خو لنډه یې دا چې انځورونه ټول رسنیو پخواني نشر کړي وو.

او بله خبره مې ذهن ته دا راغله چې هغه دومره دیپلوکوماته سیمه ده چې له دولتي ارګونانو پرته هېڅ ملکي د دغې سیمې لخوا سره د تګ جواز نه لري نه داچې بیا دې ملکي هالته دننه نینوځي نو زه دې ته حیران شوم چې هالته هېڅ چا ته د ننوتو اجازه نشته نو دا معلومات څنګه دا خلکو تر لاسه کړل چې ملکیان له مرګ ژوبلې سره مخ شوي.

بله مهمه خبره دا ده چې انګلیش بي بي سي اول ځل په خپل ویب کې لیکلي وو چې دې سیمه کې تلفات ټول نظامیانو ته اوښتي چې هالته هېڅ د ملکي کس د دخول اجازت نشته، خو بي بي سي هغه راپور تعدیل یعني تغیر کړ او د خالي نظامیانو ته د تلفاتو د اوښتو سره یې د ملکیانو تلفات هم شامل کړل، لیکن له هغه راپورنه سکرین شاټ اخستل شوی ده او تعدیل نه مخکي راپور یې ښکاري د دغه تر څنګ د همدې رسنۍ یوه خبریال په ټویټر همدا خبره لیکلې وه چې تلفات خالي امنیتي کسانو ته اوښتي هېڅ ملکي پکې نشته.

نو مطلب که په حقیقت سترګې پټې نه کړل شي دغه برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې خبرونه به درته ناسم معلوم شي.

او پاته دا خبره شوه چې امنیتي ځواکونه د تلفاتو ښکار شوي نو دا خو خود کیږي ځکه دوی له طالب سره دښمنې پيل کړې او لکه څنګه چې دولت طالب وژني همداسي به طالب هم خود دوی وژني داسي خو نه ده چې طالب دې عسکرو ته چاکلیټ غورزوي او عسکر به طالب ته باروت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button