آیا په غندلو جګړه مهار کیږی!

یاسر افغان

افغانستان چې یو جنګ ځپلي غم ځپلي اشغال ځپلي هیواد ده د وخت هر فرعوني یرغلګر پرې ظالمانه هجوم اویرغل راوړي کلونه مخکې دا مظلوم هیواد دامریکاېي اشغالګرو تر ظالمانه او وحشیانه اشغال لاندې راغي ،

اولکونه فوځونه چې په مجهزو او په پرمختللېو وسلو او ټکنالوژې سمبال وه افغانستان کې میشت شول او په لوېو خپلسرېو وحشتونو جنایتونو بمباردونو اوبیر حمانه چاپو ېي لاس پوري کړ چې لاهم درنۍ بمبارې او وحشیانه شپني چاپی دوام لري چې تیرکال په ټولو کلو کې تر ټولو زیاته بمبارې په افغانستان کې کړی چې تر ۴۰۰۰ زره زیات بمونه ېي وورولي ،

لسګونه ملکی هیوادوال ښځې ماشومان واړه اولویان پکې په شهادت رسیدلي لسګونه کلی ښارونه بازارونه په بمبارېو په توپچې بریدونو کې ویجاړ شوې

چې اوس امریکاېي اشغالګرو په تازه څرګندونو کې ویلی چې افغانستان ته به نور فوځیان هم راځې او درنه بمبارې به څو برابره نوره هم زیاته شي ،

داچې جګړه ده په جګړه ګوړۍ نه ویشل کیږی خامخا به تلفات هرچاته پکې رسیږی دکابل ورستني خونړۍ برید ته په کتو سره چې اکثره قربانیان ېي نظامیان دی په نړیواله میډیا کې توند خبرګونونه راپارولي ځکه حکومتی عسکروته له اټکل زیاته مرګ ژوبله اوښتی آن ټرمپ هم خپلې اوښکی پرې وبیولي اوپه کلکو ټکو ېي دابرید وغنده اود غندني ترڅنګ ېي طالبانو کوتڅنډنه هم کړی په ټولنیزو رسنیو کې اکثرو حکومت پلو خلکو دطالبانو دابرید تقبیح او وغنده او ګڼو حکومتی چارواکو طالبانو ته دوحشیانو خطاب هم وکړ داچې هرچاته معلومه ده چې وحشیان څوک دي ،
په غندلو سره به جګړه مهارشي؟
په غندلو سره جګړه نه مهار کیږی غندنه څه معنا باید په عمل کې دجګړې دمخنوي لپاره کار وکړو دکابل په برید کې وژل شوې ټول افغانان دی ټول دافغانانو بچیان دی ټول مور اوپلار خویندې وروڼه لري خو متأسفانه دپردېو دګټو لپاره قرباني شول ځای دافسوس ده
په حکومت کې دخیل کسان باید دویني ویالي ودروي هغه څنګه؟ ټول باید په یوه خوله اشغالګرو ته ځواب ورکړې چې زمونږ د وطن اشغال ته دې دپای ټکی کیږدې او همدا داولس غوښتنه هم ده ، هغه څوک چې دبهرنېو اشغالګرو وتل نغواړي او دخپلو ګټو په تاوان ېي بولي هغه بیا بیله خبره ده

که نن یاسبا زمونږ له ګران وطن نه بهرني اشغالګر ووتل دټولو بد بختیو اوبد بینیو ټغر به ټول شي ان شاءالله نه به جنګ وی نه جګړه اود وینو ویالي به وچي شي اوپه ګران افغانستان کې به یوه سولیزه فضاء رامنځ ته شي
ان شاءالله العزیز.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button