کابل: د حربي پوهنتون اړوند یوه کنډک ته وسلوال ننوتلي، نښته روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د کابل په قمبر څلور لاري کې د درنو چاودنو په پیل سره څو وسلوال د حربي پوهنځي سره نږدې کنډک ته ننوتلي او نښته دوام لري.
آزاد خبریال سردار محمدسروري لیکي؛ بریدګر د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او جګړه روانه ده.

یک تلویزیون د پوځ د یوه قوماندان له قوله خبر ورکوي چې د بریدګرو شمیر ۵ تنه دی او د ۱۱۱ فرقې په یوه کنډک یې برید کړی او زیاتوي چې دا کنډک د حربي پوهنتون څنګ کې پروت دی.
تر اوسه د تلفاتو په هکله جزیات نشته او نه هم د حملې مسؤلیت چا منلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button