خونړۍ جګړه
نعمان لطیف
په جګړه کې مرګونه کېږي، ککرۍ رغړي او وینې بهیږي. جګړه کې ګلونه نه ویشل کېږي او نه له ټوپکه وتلې مرمۍ دچا مخ څټ، ګناه او بې ګناهي تفکیک کوي
دډونلډ ترمپ احمقانه غورځې پرځې او د ارګ چورواکو نا مسؤلانه دریځ دجګړې دخونړۍ کېدو عمده لامل دی.
که څه هم ډونلډ ټرمپ یو احمق ولس مشر باله شي خو توقع دا کېده چې د روانې خونړۍ او د امریکایانو لپاره ددې بې ګټې او ملا ماتؤنکې اقتصادي جګړې ماهیت به درک کړي، د امریکایي ولس له اوږو به ددې غیر مشروع جګړې بار کښته کړي او مظلوم افغان ولس به خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېږدي خو له بده مرغه چې هغسې ونه شول، افغان ولس دجګړئیزو سوداګرو په منګولو کې ګاڼه او همغسې بند پاتې شو
له روان دردؤنکي او زړه بوږنؤنکي حالت څخه دخلاصون لپاره که افغانان په خپله اقدام ونه کړي، له موجوده چورواکو، له نړیوالو او یرغلګرو امریکایانو څخه توقع دلېونتوب وروستی حد دی.
امریکایي شنونکي مني چې د افغانستان جګړه یې بایللې، او نه شي کولی طالبان په زور مات کړي خو په ارګ کې کلابند روبوټان دومره اخلاقي جرأت هم نه شي کولی چې د امریکایانو په ماتې اعتراف وکړي، او بین الافغاني تفاهم او مذاکرې ته دزمینه سازي لپاره اشغالګرو پوځیانو ته “نه” ووایي
همدې اشغالګر امریکایانو غني، او عطاء په خپلو کې په ناندریو سره اچولي ترڅو خپلو موخو ته د رسېدا لپاره ورته، دوی هر یو، هر وخت، هر ذلالت او رذالت منلو ته چمتو او عیار وي.
له روانې جګړې څخه دخلاصون لپاره به افغانان پخپله لاس په کار کېږي؛ او ټولې هغه څېرې او عوامل به درک کوي، او له منځه وړي چې دروانې جګړې بټۍ، د بې ګناه افغانانو په وینو تاوده ساتي.
دجګړې ستر عامل د اشغالګرو پوځیانو شتون او دګوډاګیانو وجود دی؛ اشغالګر دلته دوامداره جګړه غواړي او دوامداره جګړې ته دسون توکي ګوډاکيان برابرؤي.
دجګړې دختمېدا لپاره دطالبانو شرايط خورا واضح دي؛ که څوک دا دعوه کوي چې طالبان دامریکایانو خلک دي او نه غواړي سوله را منځ ته، او جګړه ختمه شي، ځکه درواغجن دي چې اشغالګرو ته “نه” نه وایي.
که یوه شېبه ددوی منطق ومنو چې ګویا طالبان د امریکایانو خلک دي او په اشاره یې دلته دجګړې بټۍ ګرمه ساتي؛ دوی ته وایو چې که تاسو درواغجن نه یاست ولې اشغالګرو ته “نه” نه وایاست، ترڅو دطالبانو پلمه ختمه شي؟
دا یو روڼ حقیقت دی او سترګې ترې نه شي پټېدلای چې د افغان ځوانانو دوژل کېدا عمده لامل اشغالګر پوځیان دي
که طالبان افغانځوانان وژني د اشغالګرو سره دملاتړ په تور یې وژني، او که افغان ځلمی طالب وژل کېږي دهغه وژل خو د دوی په اند هسې هم یرغلګرو ته روا، او مسموح عمل دی خوا یرغلګر ځواکونه یې مستقیماً وژني، او یا یې دخپلو ګوډاګیو لاسپوڅو په توسط او مرسته وژني، خو ویلی شو چې په ګران هېواد کې د افغان ؤژنې اصلي لامل د اشغالګرو پوځیانو پلیت او ناپاک شتون دی.
راځئ افغانانو دعصبیت او حساسیت پر ځای له عقلانیته کار واخلو، او په هېواد کې دروانې جګړې رېښې درک کړو؛ جګړه یرغلګرو امریکایانو پیل کړې، او دجګړې دغځؤلو لپاره امریکایانو کرایه قاتلان په پیسو رانیولي.
زموږ مسؤلیت دا دی چې د امریکایانو هغه کرایه قاتلان چې دغرب په روزنتونو کې له کلونو راهیسې د اسلامي نړۍ، او اسلامي امت دسرکوبؤلو لپاره روزل شوي دي له صحنې ؤکاږو او دروانې خونړۍ جګړې له ژبغړانده او تاؤدو لمبو دعقلانیت په زور ځانونه خوندي کړو.
دعقل تقاضا همدا ده چې اشغال ته “نه” ووایو، دعقل تقاضا همداده چې په روانه جګړه کې اشغالګر او مقاؤمت ګر تفکیک کړو، دعقل تقاضا همداده چې خپل، خپل وګڼو او پردي ته پر مخ لاړې توف کړو او په ښکېلو لوریو په یوه خوله ږغ وکړو چې اشغالګرو ځواکونو ته”نه” ووایاست، د بین الافغاني تفاهم او حقیقي او تلپاتې سولې لپاره مخلصانه ګامونه پورته کړئ ګنې دملت له محکمې مو خلاصون نشته دی.




