مریکا غواړي له داعشي پروژې تر ناکامۍ وروسته د عراق د تجزیې لپاره بله لار ولټوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)
د عراق خبري ویب پاڼې النبأ په یوه تفصیلي راپور کې خبر ورکړی، چې امریکا غواړي د عراق د تجزیې او په دې هیواد کې د سیکولریزم د حاکمیت په موخه تر داعش وروسته نورې پروژې په کار واچوي.
د نبأ په راپور کې راغلي؛ امریکا مختلفې ډلې ټپلې ګمارلې تر څو وکړای شي په عراق کې خپلمنځي جنجالونو ته لمن ووهي او په دې بڼه یو نوی خونړی انقلاب رامنځته کړي.
لیکوال لیکي؛ امریکا تر ۲۰۲۲ کال پورې په ازمایښتي توګه مختلف پروګرامونه لري تر څو په عراق کې د تجزیې سربیره داسې لاسپوڅی حکومت رامنځته کړي چې په ټولو اصولو کې غرب ته وفادار وي.
د خبرپاڼې په باور؛ امریکا په عراق باندې د بریدکولو لوی لامل دوه شیان وو چې یو یې د مهمو وسلو د زیرمتونونو واکمني او بل هم پر عراق تور وو چې له القاعده ډلې څخه مالي حمایت کوي.
د راپور لیکوال لیکي؛ امریکا د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو او د دیموکراسي د پلې کولو په خاطر عراق لاندې کړ او لومړنی ارزو یې هم دا وه چې دا هیواد په فکري توګه وځپي.
امریکا په منځني ختیځ کې غواړي د منځلاري اسلام پلویان زیات کړي او په دې توګه هر قشر ته دا حق ورکړي چې په ازادانه توګه هر دین ته اوښتلی او هر فرهنګ منلی شي.
په همدې اساس امریکا ټولې اسلامي ډلې په څلورو کټګوریو ویشلې دي.
۱ رادیکال یا توندلاري؛ هغه چې د لویدیځ د دیموکراتیک فکر پرضد دریځ لري دیموکراسي او سیکولریزم ورته ډیر بد په نظر راځي امریکا دا ډله تر تروریستانو خطرناکه بولي.
۲ سنت پالان؛ چې د یوې محافظه کارې ټولنې پر جوړولو بوخت دي او د تمدن او عصريتوب مخالفین دي.
۳ چې اسلامي نړۍ داسې عصري کولو ته هڅوي او سياسي اسلام ته وفادار دي چې که ګټه یې وه مسلمان کنه هر فرنګ منلی شي .
۴ سیکولران دي چې د بشري قوانینو او نړیوالو اصولو پر وړاندې اسلامي ارزښتونو ته هیڅ درناوی نلري او دا ډله په ډاګیزه توګه د خپل خالق مخالفت هم کوي.
امریکاي جنرال جوزف ډانفورډ تیرکال ویلي و چې عراق باید په دوو لویو ډلو وویشل شي چې یو یې کردان او بل یې هم شیعه وګړي دي.
ځینې امریکایان بیا دانظر لري چې باید دریمه برخه سنیانو ته ځانګړې شي.
د لیکوال په خبره؛ امریکا غواړی په هرصورت دالوبه روانه وساتي تر مسلمانان په خپلمنځي شخړو اخته کړي او په څنګ کې خپلې لویې برنامط چې د قدس شریف لاندې کول دي سرته ورسوي او همداراز په همدې لړۍ کې د مسلمانانو په کامل تغافل کې ځان تر مدینې منورې هم ورسوي.
لیکوال توصیه کوي چې امریکا اشغالګر هیواد دی او د هر هیواد دخلکو دا وجیبه ده چې پرضد یې سیاسي، نظامي او هر اړخیز اقدامات ترسره کړي.



