غزني کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۹) د غزني ښار، قره باغ او شلګر ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې ښکېلې غاړې پکې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د مرکز اړوند په قره باغي او منګوري سيمو کې يې د مخالفينو پرضد عمليات پيل کړي، چې د تېرو څلورويشت ساعتونو په موده کې دوه ويشت وسله وال وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، د عملياتو په ترڅ کې چاودنې او نښتې هم شوي چې له کبله يې پنځو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوري په وينا، طالبانو د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سيمه کې پر يوه امنیتي پوسته بريد کړی چې له کبله يې دوه عسکر وژل شوي او يو بل ټپي دی.

طالبانو د دغې بريدونو مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې سيمې ته په ورغلې قوه يې د سهار له اتو بجو تر ماښام شپږو بجو پورې جګړه کړې، په ترڅ کې يې درې ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ، نهه عسکر وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپيان دي.

دغه راز طالبان وايي، د غزني مرکز مربوط د روضې سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوسته بريد کړی، په پایله کې يې پوسته نيول شوې، پنځه پوليس وژل شوی، پاتې پوليسو سيمه پرېښې او له پوستې څخه شپږ ميله وسلې او په زياته اندازه نور مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.

د طالبانو له لوري په دواړو نښتو کې د يو تن وژل کېدل او دوو نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button