هرات: د انفلونزا د مخنیوي په موخه د چرګانو واردول بند شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د ایران له هیواد او نورو ولسوالیو څخه یې د هرات ښار ته د چرګانو واردول بند کړي دي.
مسؤلین وایي چې هرات ښارته د چرګانو وژونکی وایروس انفلونزا رسیدلی چې خورا خطر ناک دی او په دې اړه یې هر اړخیز تصامیم نیولي دي.

د کرنې او اوبو لګولو مرستیال بشیر احمد احمدي رسنیو ته ویلي؛ یوه اونۍ کیږي چې د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د چرګانو د انفلونزا وایروسي ناروغۍ زیاته شوې او په ځینو مراکزو کې یې د «اچ ٥» وایروس هم تشخیص کړی دی.
نوموړي ویلي؛ د هالنډ هیواد د کمیټې او د دې ریاست د ځانګړي ۷۰ کسیز ټیم په مرسته هڅه کوي د دې ناروغۍ مخه ونیسي
نوموړي زیاته کړه؛ د دې په موخه چې دا ساري ناروغۍ انسانانو ته سرایت ونه کړي ټول فارمونه یې قرنتین کړي او له ایران څخه هرات ته او له هرات څخه نورو ولسوالیو ته د چرګانو په لیږد بندیز لګول شوی دی.

دهرات ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې مشر داکتر محمد هاشم ابدالي وایي؛ د دې په خاطر چې انسانانو ته دا ساري ناروغۍ انتقال نه شي د ټولو فارمونو مالکینو او قصابانو ته یې لارښوونه کړې ترڅو چرګان یواځې په ټاکلي ځای کې حلال او پاک شي او بیا وپلورل شي.

مسؤلین وایي چې دا بندیز د ناروغۍ ترکنترول پورې لګول شوی او اوږدمهالی نه دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button