سعودي ته د اردوغان توندګواښ: که مو په قطر حمله وکړه له خاورو سره به مو برابر کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)
په داسې حال کې چې ترکیه په سوریه کې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمنو کردي وسلوالو سره په جګړه بوخته ده، سعودي ته یې هم ګواښ کړی چې له سرې کرښې تیر نه شي کنه له منځه به یې یوسي .
د ‹‹ الدیار ›› په نامه لبنانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې څه موده وړاندې د قطر امیر ترکیې ته په یوه سفر تللی و او له اردوغان سره یې ۴ ساعتیزه ناسته درلوده.
د ورځپاڼې دخبر ترمخه؛ د قطر امیر اردوغان ته ویلي چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې سعودي او امارات غواړي په قطر هوایي بریدونه پیل او دا هیواد خپله مقبوضه وګرځوي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ د قطر د امیر له اوږدو خبرو وروسته اردوغان نوموړي ته ډاډ ورکوي چې ، زه پوهیږم په دې تړاو باید څه وکړم .
نوموړی سملاسي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره اړیکه نیسي خو ځواب نه ترلاسه کوي، بالاخره له هغه لوري د نوموړي سکرترځواب ورکوي چې ولیعهد سخت ناروغ دی او د خبرو وړتیا نه لري.
لږ شیبه وروسته ولیعهد خپله اردوغان ته تلیفون کوي، چې په ناڅي توګه د اردوغان له ګواښوونکو خبرو سره مخ کیږي اردوغان ولیعهد ته وایي؛ چې ‹‹ زه د ترکیې د لوی پوځ او ستر ملت په استازي توب خبر درکوم، که سعودي پر قطر هوایي حمله وکړه زموږ توغندي به مو هسکې ماڼۍ رانسکورې او پوځي الوتکې به مو په بې رحمانه توګه له خاورو سره خاورې کړي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ د تلیفوني اړیکې په منځ کې څو ځله ولیعهد هڅه کوي ترڅو خپله اراده ورته واضحه کړي خو اردوغان یې خبره ورپریکوي چې (نور نه غواړم ستاسو سره خبرې زیاتې کړم دا مې وروستی دریځ ده او له دې سره تلیفوني اړیکه هم پریکوي.
د ورځپاڼې د خبر تر مخه اردوغان تر دې وروسته خپلو پوځي مشرانو ته لارښوونه کړي چې د قطر پر وړاندې د سعودي هر اقدام ته ویښ اوسي.
دا ګواښوونکې تلیفوني اړیکه داسې مهال نیول کیږي چې قطر څو ورځې وړاندې د امنیت شورا ته په یوه اعتراض کې ویلي و، چې د عرب اماراتو یوې پوځي الوتکې یې هوايی حریم نقض کړی او په دې اړه یې د پاملرنې غوښتنه کړې وه



