هلمند: افغان چارواکي وایی موتربم برید یې شنډ کړی،خوطالبان یې نه مني

(کابل تکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۹ فرید افغان)
راپورونه وایی چې دھلمندمارجې دتریخ ناور په سیمه کې د کمانډو،پولیسو او اربکیانو به ګډ غونډ موټر بم برید ترسره شوی دی.
د هلمند دوالي ویاند عمرځواک رسنیو ته ویلي چې؛ بریدګر یې هدف ته تر رسیدلو مخکې پیژندلی او له منځه یې وړی دی .
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا د چارواکو دا ادعا ناسمه بولي او زیاتوي چې برید یې په ټاکلی هدف په بریالیتوب سره ترسره کړی دی او د ۱۲ هاموي ټانګونو او لسګونو عسکرو د وژلو خبر یې ورکړی دی.
طالبانو ویلي چې برید ددوی داستشھادی کنډک یوه بریدګر نعمت الله هراتي دټونس موتر په توسط ترسره کړی دی.
برید داسې مهال کیږي چې په یاده سیمه کې بهرنیانو او افغان حکومت ګډچاڼیز عملیات هم پیل کړي دي.



