نا امني او جګړې افغان ګډوال بېرته راستنېدو ته نه پرېږدي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——- دا چې د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې ميشت لکونه افغان کډوالو ته يوه مياشت وخت ورکړی چې بيرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او د نېټې پوره کېدلو ته يواځې درې ورځې پاتې دي، د جنورۍ په ۳۱ په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده پوره کېږي.
خو په پاکستان کې ميشت افغان کډوال وايي، په هېواد کې زياتېدونکې جګړې نا امني او د روزګار نه شتون يې بېرته ستنېدلو ته نه پرېږدي.
د پيښور په بورډ بازار کې يوه هټيوال چې خپل نوم حاجي رييس ښيي زمونږ خبريال ته وويل، له تېرو دېرش کلونو راهيسې دلته کاروبار او ژوند کوي زياتوي چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پريکړې اندېښمن کړی په وينا يې دغې پريکړې يې په کاروبار ژور اثر غورځولی دی.
نوموړی وايي، افغانستان ته د جګړو، نا امنيو او د روزګار د نه شتون له کبله نه ستنېږي ځکه چې: “تېر کال لکونه افغانان هېواد ته ستانه شول خپل کاروبارونه يې ودرول، دکانونه او موټرې يې وپلورلې خو هلته د نا امنيو له کبله بېرته په قاچاقي لارو پاکستان ته راغلي او نورو هېوادونو ته تللي دي.”
نوموړي وويل: “په دې يخ موسم کې ټولو افغان کډوالو ته افغانستان ته تګ او هغه هم په دومره کمه موده کې ډېر سخت کار دی” ځکه چې دلته افغانان د ميليونونو روپيو کاروبارونه لري او نه شي کولی په دې کمه موده کې هېواد ته ستانه شي.
هغه د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې کډوالو ته دې نور وخت ورکړي ترڅو خپل کارونه راټول او کله چې په هېواد کې ډاډمن امنيت راشي دوی به په خپله خوښه ستانه شي.
نږدې يوه اوونۍ مخکې، په پاکستان کې د افغان کډوالو يو شمير استازو هم د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې اوس مهال لکونه افغان کډوال په دومره کمه موده کې بيرته د ستنېدو لپاره اماده نه دي او په دغه هېواد کې دې د دوی د اوسېدو موده وغځول شي.
تر اوسه پورې پاکستان افغان کډوالو ته د اوسېدو نوره موده نه ده غځولې خو په پاکستان کې د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر افريدي ډيوه راډيو ته ويلي، چې د افغان کډوالو په اړوند خبرې روانې دي او تر اوسه وروستۍ پريکړه نه ده شوې چې پاکستان به د جنورۍ له يودېرشمې وروسته څه ډول پريکړه کوي.
د افريدي په وينا، خپل هېواد ته د افغانانو بيرته ستنېدل بايد په خوښه او په باعزته ډول وي او په زوره ويستل به يې د نړيوالو اصولو خلاف عمل وي.
نوموړي د پاکستان حکومت څخه د افغان کډوالو د څلورو لسيزو پورې د ملمستيا مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه هېواد بايد په راتلونکې کې د دغو کډوالو په اړه غوره پريکړه وکړي.
د ټريبيون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اسلام اباد کې يوې غير دولتي ادارې (ای پي اېس) يا د پاليسيو د مطالعې انسټيټيوټ د افغان کډوالو په اړه ناسته کړې چې پکې د افغان کډوالو پاتې کېدو او بيرته ستنېدلو په اړه خبرې شوي او ويلي يې دي، چې د افغان کډوالو په زوره ستنول به د پاکستان په زيان تمام شي.
په داسې حال کې پاکستان د افغان کډوالو د ويستلو پريکړه کړې چې په هېواد کې د نا امنيو، جګړو، بې کارۍ او د ژوند د نورو مشکلاتو له کبله له نږدې اتلس لکو زيات کسان بې کوره شوي دي.



