۱۹کلنو نړيوال جام: هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۰) د نولس کلنو د نړيوال جام د سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه کې د هندوستان نولس کلنو لوبډلې پاکستان ته د ۲۰۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.
تېره ورځ د اسټراليا لوبډلې افغانستان مات کړی و او پايلوبې ته ووته خو نن بيا هندۍ لوبډلې پاکستان مات کړ او پايلوبلې ته ورسېده.
د دوهمې پايلوبې پچه د هندوستان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه، په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې ۲۷۲منډې وکړې او پاکستان ته يې د ۲۷۳ منډو هدف وټاکه.
خو د پاکستان نولس کلنو لوبډلې ټول لوبغاړي په دېرشم اور کې د ۶۹ منډو په ترسره کولو سره وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.
په دغې سياليو کې اسټراليا او هندوستان د نيمه پايلوبو په ګټلو سره د نولس کلنو نړيوال جام پايلوبې ته ووتل.
ټاکل شوې ده، چې سبا د چهارشنبې په ورځ به افغانستان او پاکستان د درېيم مقام د خپلولو لپاره لوبه کوي او د دغې لوبې ګټونکی به د نړۍ درېيم مقام خپل کړي.
د يادونې ده، چې د اسيا جام اتلولۍ کې افغان نولس کلنو لوبډلې دوه ځلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه، دغه راز د نولس کلنو نړيوال جام د سياليو په لومړۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې له پاکستان څخه د پنځو ويکټو په توپير يوه لوبه ګټلې وه.



