بي بي سي: طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کې فعال دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۱) بي بي سي د افغانستان په اړه يو څېړنيز ځانګړی راپور خپور کړی پکې راغلي، چې امریکايي او ناټو ځواکونو په میلياردونه ډالره په افغان جګړې ولګول خو لا هم طالبان د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې فعال دي.
بي بي سي وايي، دغه څېړنه يې د تېر ۲۰۱۷م کال د اګست مياشت له ۲۳ مې د سپتمبر تر ۲۱ مې په ټول افغانستان کې ترسره کړې او په ۳۹۹ ولسواليو کې يې تر ۱۲۰۰ زياتو سيمه ييزو سرچينو سره خبرې کړي او زياتوي چې راټول کړي معلومات له دوو او يا له شپږو باوري سرچينو څخه تاييد شوي دي.
دوی وايي، په ځينو حالاتو کې دغه څېړنيزه ډله ځينې وخت د ليرې پرتو سيمو د موټرو اډو ته د معلوماتو راټولو لپاره ورغلي او ځينې وخت يې د مبايل اړيکو له لارې دغه معلومات راټول کړي دي.
د سرچينې په وينا، د څېړنې په پايله کې ثابته شوې پنځلس ميليونه خلک چې د ټول افغانستان نيم نفوس جوړوي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي او يا هغه سيمې دي چې دوی پکې فعال دي او په ښکاره ډول تګ راتګ کوي.
د بي بي سي څېړنې د معلوماتو پر بنسټ طالبان اوس مهال په څوارلس ولسواليو بشپړ واک لري (چې د هېواد ۴سلنه کېږي) او په ۲۶۳ ولسواليو کې چې د هېواد ۶۶ سلنه کېږي فعال او څرګند فزيکي شتون لري په وينا يې چې دا د هغوی تر ولکې لاندې سيمو د پخوانيو څېړنو په پرتله تر ټولو لوړ اټکل دی.
د څېړنې له مخې، هغو سيمو کې چې طالبان فعاليت کوي د حکومتي ځواکونو پوځي کاروانونه پکې په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی او په منظم ډول د طالبانو د پرلپسې کوچنيو او سترو بريدونو تر هدف لاندې راځي.
د څېړنې پر مهال ځينو خلکو اوسمهال ښاري، نا امنه ولسوالۍ او د دولت سره نږدې سيمې خوندي نه بولي ځکه په وينا يې وخت ناوخت د ښکېلو غاړو تر منځ په چاودنو، بريدونو او د جګړو په منځ کې بند پاتې کېږي چې زيان يې دوی ته رسېږي.
خو د طالبانو تر ولکې لاندې سنګین ولسوالۍ کې يوه تن محمد رضا د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند په دې “ښه”بولي چې وايي سوله پکې ده، زياتوي :”کله چې دولتي ځواکونه راورسېدل تاوتریخوالی پیل شو.”
د بي بي څېړنې د طالبانو په پرتله د داعش ډله ډېره کمزورې ښودلې خو زياتوي چې دغه ډله په افغانستان کې تر بل هر وخت زياته فعاله ده.
د دوی د موندونو پر اساس ۱۲۲ ولسوالۍ چې د هېواد له دېرش سلنې لږه زياته کېږي د دولت تر ولکې لاندې ګڼل کېږي وايي، چې د طالبانو څرګند شتون پکې نه ليدل کېږي خو په وينا يې دغه سيمې هم نا امنه دي.
که څه هم افغان دولت د بي بي سي دغه څېړنيز راپور کم اهميته ښودلی او تر خپلې ولکې لاندې د زياتې سيمې ادعا يې کړې، خو د سرچينې په وينا دغه څېړنه د کابل مېشتې د افغانستان شنونکو شبکې له نظره تېر کړی او د دغې شبکې مرستيال مشرې کېټ کلارک ويلي: :”پر افغان جګړې داسې یو ښه څېړل شوی تحقیق کمساری دی او هرکلی یې کوو. دغه موندنې هیښوونکې دي خو له بده مرغه حیرانوونکې نه دي”.
بي بي سي په داسې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو څېړنه او معلومات خپروي چې تېره ورځ د افغانستان د بيارغونې څار امریکايي ادارې سيګار وويل، چې د امریکا دفاع وزارت له هغه راپور نشرولو منع کړي چې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغان خاورې کچه وښيي.
سيګار په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د هېواد په سل سنه کې د افغان حکومت حاکميت ۵۷ سلنې ته راښکته شوی دی.



