ټرمپ سره د جګړې وخت شته خو د سولې نه

افغان ولس د جګړې په سره اورکې د سولې تمه لري وايي ګوندې که الله مو توبه قبوله او د کلونو وروسته د سولې خاوندان شو.
د همسایه هیوادونو ترڅنګ يوشمير هېوادونه غواړي دامريکالخوا په افغانستان کې د بل کړل شوي اورلمبې له منځه يوسي څو افغان ولس د نورې نړۍ په څير په سوله کې ژوند وکړي.
افغانستان ته د اندونيزيا د ولسمشرجوکوويدودو سفر دهغه په وينا د سولې په موخه و هغه په يوه مطبوعاتي وينا کې وويل :اندونيزيا هيله لري چې په افغانستان کې سوله منځ ته راشي او وروسته له سولې يو اسلامي مرکز په افغانستان کې پرانيزي چې په دې اړه ېې داشرف غني سره د هغه په وينا خبرې وکړې .
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو چې د يوشمير نورواسلامي هېوادونو دمشرانو په څير په افغانستان کې د سولې پيغام له ځانه سره لاره او غواړي په افغانستان کې د خپل رول په اداکولو سوله راشي ښه خبره ده خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امريکالخوا د جګړې سور اور بل دى په دې سره اورکې به د سولي ګلان را وټوکيږي؟
د افغانستان لپاره به امريکا خپله جګړه ييزه پاليسې بدله کړي؟ افغان چارواکي به امرکايي نظاميان په دې راضا کړي چې نور په افغانستان کې ولس وژنه بنده شي ؟
افغان بې واکه واکمن به دومره جرئت ولري چې بې دامريکا له مشورې په افغانستان کې داندونيزيا په څير يو اسلامي هېواد سره د سولې په اړه په يوه خوله شي؟
په هېواد کې دامريکا لخوا د بل کړل شوي اور په دوام کې ناشونې ده چې د جوکوويدودو په څير داسلامي هېوادونو دمشرانو هلې ځلې رنګ راوړي او که شونتيامومي دا به دافغان ولس د خدای په دربارکې قبوله شوې توبه وي.
په کابل کې د سولې په نامه شورا خو څو مياشتې د مخه ويلي وو چې افغان حکومت چمتو دې په کابل يا بل کوم هېواد کې چې طالب مشران وغواړي د سولې لپاره دفترپرانيزي خو له کومې ورځې چې امريکا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مخالفت کړی له هغې ورځې د افغان حکومت د څه ويلو ژبه ګونګه شوې ده .
افغان ولس له هغو ټولو اسلامي هېوادونو چې په افغانستان کې د سولې په موخه هلې ځلې کوي مننه کوي او هڅه کوي چې د خپل غږ په يووالې د سولې هڅو هېوادونو هڅې کاميابې شي خو په مقابل کې امريکا نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي .
تيره ورځ په سپنه ماڼۍ کې ټرمپ د کابل د وروستيو پيښوپه پلمه د طالبانو سره له خبرو انکار کړی دى مانا دا چې په افغانستان کې بايد د سولې پرځاى يواځې جګړه دوام ولري افغانان ووژل شي او بس.
د ټرمپ له وينا داسې بريښي چې د سولې لپاره وخت نه لري خو د جګړې لپاره کلونه ورسره شته، سوله د يوې ورځې په غونډه د کاميابۍ لومړی قدم ږدي خو جګړه کلونه کلونه بې له تباهۍ نور څه نه لري.
ټرمپ همدا غواړي چې په افغانستان کې دې يوه ورځ هم د سولې خبرو ته ورنکړل شي خو کلونه وخت ورسره شته چې جګړه پکې دوامداره وساتې ، نظاميان او سياسييو ن ېې پرې نظرونه ور کړي، په مياشتو مياشتو دې د جنوبې اسيا او افغانستان لپاره پاليسې ته وخت ورکړي، په مياشتو مياشتو دې سپنه ماڼۍ د افغانستان د جګړې لپاره د بودجې په اړه بحث وکړي او په کلونو کلونو دې سي، آى،اى د افغانستان په اړه جوړه پاليسې له يوې کابينې بلې کابينې ته سپاري.



