د افغانستان دوه لوړپوړي چارواکي پاکستان ته تللي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۱) د افغانستان دوه لوړپوړي چارواکي، د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک پر يو لړ مهمو مسايلو د خبرو لپاره نن پاکستان ته تللي دي.

په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال په خپله رسمي ټويټر پاڼه د يادو دوو لوپوړو چارواکو دغې هېواد ته د ورتګ خبر تاييد کړی.

نوموړي ويلي، دغه افغان چارواکي به د پاکستان له لومړي وزير او دغې هېواد له لوړرتبه ملکي او پوځي چارواکو سره ليدنې وکړي.

په ورته وخت کې د اجرائيه رياست مرستيال جاويد فيصل امريکا غږ ته ويلي، ياد افغان چارواکو له ځان سره ځينې مهم امنيتي اسناد هم وړي او په دې برخه کې به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل، اسلام اباد ته د افغان لوړرتبه پلاوي ورتګ تاييد کړی زياتوي چې نن به د ملي امنيت رييس او د کورنيو چارو وزير له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په همکاريو خبرې وشي او دغه راز د ولسشمر غني يو پيغام به هم ورته وسپارل.

دا په داسې حال کې، چې تېره ورځ د پاسکتان د بهرنيو چارو وزارت وويل: چې تېر نومبر کې يې د حقاني ډلې او طالبانو ۲۷ شکمن غړي افغان حکومت ته سپارلي دي.

افغان حکومت او يو شمير امريکايي چارواکي تور پورې کوي، ګنې پاکستان افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د هغوی ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان نږدې پنځوس فيصده خاوره د طالبانو په واک کې ده او له هغه ځايه خپل نظامي فعاليتونه ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button