ګلاجان د ټاکنو کمېسيون نوی مشر وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۱) نن د انتخاباتو کمېسيون د خپلنځي ټاکنو په لړ کې ګلاجان عبدالبديع صياد د ټاکنو کمېسيون د مشر په توګه وټاکل شو.

د ټاکنو د کمېسيون غړې مليحه حسن وايي، د ننيو ټاکنو په ترڅ کې ښاغلی صياد وتوانېد چې تر ټولو ډېرې رايې خپلې کړي.

نوموړې زیاته کړه، د نن ورځې په انتخاباتو کې وسيمه بادغيسي او معاذالله دولتي هم د دغې کمېسيون د مرستيالانو په توګه وټاکل شول.

عبدالبديع صياد تر دې مخکې د ټاکنو کمېسيون د وياند په توګه دنده ترسره کوله.

څه موده مخکې د ټاکنو کمېسيون مشر نجيب الله احمدزی د ولسمشر په فرمان له ندې ګوښه شو، خو د نږدې درې مياشتو په تېرېدو د ټاکنو کمېسيون مشر نه درلود او درې ورځې مخکې د غني له لوري سيد حفيظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسيون لپاره د غړي په توګه معرفي شوی و.

د ګډ حکومت له رامنځته کېدو وروسته د ټاکنو کمېسيون په داخل کې ځينې شخړې او لانجې رامنځته شوې، ټاکل شوې ده چې د ولايتي شوراګانو او پارلماني ټاکنې د راراوان کال په سرطان مياشت کې ترسره شي خو ګمان کېږي چې دغه ټاکنې د امنيتي وضعيت د خرابوالي او سياسي شخړو د رامنځته کېدو له کبله په خپل وخت ترسره نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button