ټرمپه غوږ شه

رالیږونکی : شجاعت
د ازادۍ راډیو په صفحه می داخبر ولیده چي دامریکا ولسمشر ټرمپ ویلې چې نور دطالبانو سره سوله نه کوو …
نو دیو افغان په صفت دا یو څو کرښی لیکم..
تاسو دلته دوژلو لپاره راغلی یي نه دسولې لپاره نو دسولې طمعه مونږ هم نه لرو درنه
دټرمپ سیاست به دافغان ولس د اتفاق سبب شې او دامریکا دزوال ان شاءالله
افغانستان به دستاسو په هدیره بدل شې که تاسو افغانان وژنۍ نو زمونږ څخه دګلانو طمعه مه کوی مونږ ته هم داشغالګرو د وژلو ښې طریقی رازی ..
مونږ ستاسو ډوزماری دا ۱۶ کاله ولیدلې ستاسو ټولې ستراتیژۍ دلته دخاورو سره خاوری شولې
دلته ستاسو نه لوې فرعونیان مات شوی دلته دجماهیری شوروی غوندی امپراطوری ماته شوه دلته دوارسا غوندی ځواکمن اتحاد دړې وړې شو دلته دچنګیزیانونه تنې پاتې دی دلته دتاتاریانو ککرۍ خاوری شوی..
کنې ورشه دافغانستان دتاریخ پښتنه دخپلې متحدې برطانیه نه وکه
ټرمپه دا یاد ساته چې ټول افعان ملت داسې نه دی لکه دا ستا یو څو کونجاړه خواره
افغان میړنی ملت او ولس په دوی مه قیاس کوه دلته به دا ولس ستاسو محاسبه کوی دلته به ستاسو امپراطوری دړې وړې کیږي ان شاءالله
که تاته دافغانستان په تاریخ کی د شاشجاع کارمل ترکې نجیب غوندي غلامان تاریخ پروشان وطن پروشان ایمان پروشان غیرت پروشان ښکاری خو زمونږ په تاریخ کی په دین وطن او ولس مئین اشخاص میرویس خان محمود غزنوی احمد شاه ابدالې ملا محمد عمر مجاهد او شهید منصور صیب غوندی هستې هم شته دی
که نن هم دی وطن کي د کرزی اشرف غنی عبدالله غوندی غلامان ضمیر پروشان هیواد پروشان تاریخ پروشان ملت پروشان ایمان پروشان موجود دی خو بل طرف په دین وطن ولس مئین شخصیات شیخ هبةالله صاحب مولوی جلال الدین حقانی صاحب غوندی هستې هم موجودی دی دلته که تاسوته داسې ځوانان پیداکیږي چې دڅو ډالرو په خاطر دهرڅه نه تیریږی خو بل طرف داسې ځوانان هم شته دی چی د دین وطن ولس دحفاظت په خاطر خپل ځان داور لمبو ته ورګوزاره وی
خپله ځوانې د باروتو په اورو کی لولپه کوی لیکن اشغال نه شې زغملې تاسو انتظار کاږی دلته ډیر ځوانان ستاسو وژلو ته کلونه کلونه انتظار کی ناست دی ډیر زربه درباندی خپله تنده ماته او سړه کی



