امریکا د حماس مشر د ”ترورستانو“ په لیست کې داخل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د حماس ګوند د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیة، د نړیوالو ترورستانو په لیست کې داخل کړ او بندیزونه یې پرې ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې هنیه د حماس له نظامي څانګې سره نږدې اړیکې لري او د وسله والې مبارزې پلوي کوي. امریکا همداراز  حماس ګوند په هغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی چې ۱۷ امریکايي وګړي پکې وژل شوي دي.

امریکا د هنیه په ګډون د لواء الثورة، حركة سواعد مصر او حرکة الصابرین په نوم پر ۳ نورو ډلو هم بندیزونه لګولي او د ”ترورستانو“ په لیست کې یې داخلې کړې دي.

له دې بندیزونو وروسته، امریکايي اتباع له اسماعیل هنیه او دې  نورو ۳ ډلو سره هیڅ معامله نشي کولای. همداراز، هنیه او د بندیز لګول شویو ډلو مشران امریکا ته نشي تللای او په امریکا کې د دوی شتمنې کنګل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button