دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د سپوږمۍ تندر نیونه (خسوف) او د خسوف لمونځ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 1, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه, ټولنه او اجتماع
0
468
ځلې شریک شوی
714
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

دکتور کفایت الله ودرګ

سپوږمۍ تندر څنګه نیسي؟ د ساینس له نظره ولې کله کله سپوږمۍ ټوله او یا ځینې برخه تیاره کیږي؟ ددې پوښتنو لور ته نه ورځم  بلکه د یو مسلمان په صفت دا وایم چې د عالم د نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی بل هېڅوک ورسره شریک نشته نو چې په سپوږمۍ باندې هرڅه کیږي چې له امله یې تیاره کیږي دا حالت ورباندې الله تعالی راولي  هر وخت چې وغواړي ورباندې راوستلی یې شي او په دنیا کې بل هېڅ قوت نشته چې دا حالت ورباندې راولي او چې کله الله تعالی وغواړي نو هغه یې ورڅخه لرې کولی هم شي او چې الله تعالی یې رڼا نه کړي نو چې یو ځل سپوږمۍ تیاره شوه د دنیا هېڅ قدرت نشی کولی بېرته یې رڼا کړي .

لکن کله چې په سپوږمۍ باندې دا حالت راشي د یو مسلمان په صفت مونږ باید څه وکوو؟

زه به ددې پوښتنې ځواب له خپلو لوستونکو سره د ثواب په نیت شریک کړم.

حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت واقعه بیانوي فرمایي : د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سپوږمۍ تیاره شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم په وېره کې را پاڅېدو هسې نه چې قیامت شوی وي جومات ته راغلو مونځ یې وکولو اوږد قیام یې وکولو ، اوږده رکوع یې وکوله ، سجده یې وکوله ما هغه کله په داسې اوږده مانځه نه  وو لیدلی  بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دا نښې دي چې الله تعالی یې را لیږي دا د چا دمرګ او یا د چا د ژوند له وجې نه راځي لکن الله تعالی ورباندې خپل بندګان ډاروي کله مو چې داسې څه شی ولیدل نو د الله تعالی ذکر ته زر ورپاڅېږئ او دعا ګانې او استغفار کوئ . د صحیح البخاري د حدیث ترجمه

همدارنګه حضرت اسماء رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حالت واقعه بیانوي چې کله لمر تیاره شوی وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېره وېره کې را پاڅېدو او په مانځه و درېدو او اوږد مونځ یې وکولو چې د اوږده وخت لپاره په مانځه ولاړ وو ، اوږده رکوع یې وکوله ، اوږده سجده یې وکوله .

په همدې ډول پدې موضوع کې نور احادیث دي چې ښکاره کوی کله به چې سپوږمۍ تیاره شوه او یا به لمر تیاره شو نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته امر کولو چې مونځونه وکوئ ، صدقه وکوئ ، خیراتونه ورکړئ دعاګانې او استغفار وکوئ .

د حضرت ابی مسعود الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، وَإِنَّهُمَا لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ مِنْ النَّاسِ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْهَا شَيْئًا فَصَلُّوا، وَادْعُوا اللَّهَ حَتَّى يُكْشَفَ مَا بِكُمْ . رواه مسلم

ترجمه : بېشکه لمر او سپوږمۍ دوې نښې دي  د نښو د قدرت د الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي او دا دواړه په خلقو کې د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله نه تیاره کیږي کله مو چې دا شی لیدل نو مونځ کوئ او د الله تعالی نه وغواړئ چې هغه لتاسې پورته کړي چې تاسې پکې یاست .

د خسوف (سپوږمۍ تندر نیولو) مونځ

کله چې مسلمانان وویني چې سپوږمۍ تندر نیولې ده پدې وخت کې دوه رکعته مونځ سنت دی ، ځینې علماوو ویلی چې واجب دی او ځینې علماء یې بیا د فرض کفایې خبره هم کوي لکن اکثر علماء پدې رایه دي چې دا سنت دی .

د مانځه طریقه :

د خسوف مونځ دوه رکعته دی .

ددې مانځه لپاره اذان نشته صرف اعلان به کیږي چې خلک خبر شي او را ټول شي چې مونځ وکوي .

د نارینه وو لپاره سنت ده چې په جومات کې دا مونځ وکوي .

زنانه به دا دوه رکعته مونځ په کور کې کوي او که د فتنې وېره نه وي او په جومات کې د زنانه وو لپاره بېل ځای وي که جومات ته هم لاړې شي نو مشکل پکې نشته .

د امام شافعي او امام حنبل رحمهما الله د مذهب له مخې مونځ په جمع سره کیږي او د امام ابي حنیفه او امام مالک رحمه الله د مذهب له مخې دا مونځ به هرڅوک ځان ته کوي په جمع به نه وي .

 د مانځه نه وروسته به به تر هغه وخته پورې دعا ګانې ، اذکار او استغفار وایی ترڅو سپوږمۍ رڼا شوې نه وي .

امام او په خلکو کې عالم به خلکو ته  د وعظ خبرې وکوي او خلکو ته به ور په یاد کړي چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له قدرتونو څخه دي الله تعالی چې هر وخت وغواړي نو دا دواړه نعمتونه له مونږ څخه داسې اخیستی شی لکه اوس یې چې تیاره کړی ده او هېڅوک نشی کولی چې اوس دا تیاره له سپوږمۍ څخه لرې کړي ترڅو یې چې الله تعالی ورڅخه لرې نه کړي او نه هېڅ قدرت کولی شي په سپوږمۍ دا تیاره راولي بغیر د الله تعالی څخه .

که د خسوف په وخت کې د فرضی مانځه وخت شي نو اول به فرضی مونځ کوي بیا به دا سنت مونځ کوي .

که چېرته د خسوف د مانځه په وخت کې ټول خلک په جومات کې حاضر وي نو بیا هم اعلان کول د هغه کسانو لپاره مستحب دی چې هغوی جومات ته نه وي راغلي .

سپوږمۍ چې تیاره شي پدې وخت کې د مانځه حکمت :

کله چې سپوږمۍ تیاره شي شریعت ولې مونږ دېته هڅوي چې باید مونځ وکوو؟  ځکه چې دا د الله تعالی یو قدرت ښکاره کېدل دي او مخکې حدیث تېر شو چې الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي پدې معنی چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د امر تابع دي که الله تعالی یې د ټول عمر لپاره تیاره کول وغواړي نو هېڅ قدرت یې نشي رڼا کولی نو مونږ چې کله دا حالت ووینو باید الله تعالی ته راجع شو  مونځ ، دعاګانې او استغفار وکوو .

صرف دا نه بلکه مونږ ته الله تعالی داسې یو مبارک شریعت را کړی دی چې د ژوند په هره برخه کې مونږ ته هدایات لري که باران کیږي مونږ دعا لرو باید ویې وایو ، که باران نه کیږی نو مونږ دعاء لرو باید ویې وایو ، که په لوړه باندې خیږو  باید الله اکبر ووایو که په ښکته باندې ښکته کیږو باید سبحان الله ووایو نو په همدې ډول کله چې سپوږمۍ تیاره کیږی  او د هر سبب له امله چې تیاره کیږي فرق نه کوي  که ساینس ورته د تیاره کېدو وجه وایی نو له اسلام سره ټکر نه ده ځکه چې مونږ مسلمانان ټول پدې عقیده یو چې ددې نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی او دا لمر سپوږمۍ او زمکه پدې حالت کې چا اچولي دي؟  الله تعالی … آیا بغیر د الله تعالی نه بل داسې څوک شته چې بیا داسې حالت جوړ کړي؟  آیا کله چې د اسې حالت راشي څوک شته چې سپوږمۍ لدې تیارې حالت څخه وباسی؟  نو الله تعالی ورباندې دا حالت راوستلی دی او الله تعالی کولی شي بېرته یې ورڅخه پورته کړي نو ځکه پدې وخت کې شریعت مونږ ته امر کوي چې الله تعالی ته راجع شئ دوه رکعته مونځ سنت دی او نور چې څومره دعا ګانې او استغفار کولی شئ ویې کوئ .

مسلمان چې څومره په ساینسی علومو کې مخکې ځي باید همدومره د الله تعالی په قدرتونو باندې یې عقیده کلکه شي او له مخکې نه زیات الله تعالی ته تابع او تسلیم شي او د کفارو شان دا دی چې هغوی په ساینسي علومو کې څومره ژور ځي همدومره له الله تعالی څخه لرې کیږی او هغه علم د خاورې شي چې خپله عالم ته د حق لارې لارښونه ونه کوي .

مخکینې مطلب

امریکا د حماس مشر د ”ترورستانو“ په لیست کې داخل کړ

بل مطلب

پاکستان کې د افغان کډوالو موده دوه مياشتې نوره وغځول شوه

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com