طالبان تسلمېږي!/ خالد روان

امریکا اوولس کاله مخکې طالبان په زور جگړې ته مجبوره کړل. له کورونو یې راوویستل او تر گوانتنامو، بگرام، کندهار، څرخي پله، ۹۰، ۷۰ او نور پټ او ښکاره زندانونه یې پرې ډک کړل. طالبان نه په کور، نه په کلي، نه په جومات، نه په جنازه او آن د ټولې نړۍ پر سر یې ځای نه درلود. طالبانو ته ټوله نړۍ یوه خوا شوه او «تش لاس» طالبان ورته یوازې پاتې شول. طالب د ټولې کفري نړۍ دُښمني واخیسته او ټولې نړۍ ته یوازېني د خطر خلک همدغه طالبان وو.
په ۲۰۰۱، ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو په موده کې په افغانستان کې د امریکا راج و. امریکايي عسکر به کلیو کې ډاډه زړه گرځېدل، چې چېرته به یې خوښه شوه، هلته به بې غمه زړه تلل. ټولو فکر کاوه، چې نور طالبان مات شول او یوازې د تاریخ په پاڼو کې به یې د پنځه کلنې واکمنۍ نومونه پاتې وي.

نه امریکا، نه ناټو او نه افغان دولت دا اټکل کړی و، چې طالبان به بیا راپیداکېږي، بیا به د دوی پر ضد وسله راخلي، ولسوالۍ به نیسي، له نیمايي ډېره خاوره باندې به حکومت کوي او ان ولایتونه به سقوط کوي. دا خبرې هغه وخت یوازې خیالي خبرې بلل کېدې او امریکا په خپل غرور ډاډمنه وه، چې طالبان یې مات کړي او نور به په افغانستان کې د دوی په خوښه نظام وي.

خو تیت ـ پرک طالبان بیا راپیدا شول. له سویلي ولایتونو یې مقاومت پیل کړ او نن د هېواد په ټولو ولایتونو کې یوه برخه تر خپل واک لاندې دي. داسې ولایتونه هم شته چې یوازې د ولایت مرکز له حکومت سره دی او نور ټول ولایت له طالبانو سره دی.

که هغه وخت چا جورج ډبلیو بوش او یا حامد کرزي ته چا ویلی وای، چې طالبانو سره د سولې خبرې وکړه؛ نو حتماً به پرې دواړو ملنډې وهلی وی؛ ځکه د طالبانو بیا راپیدا کېدل له امکانه لرې خبره وه.
طالبان بیا راپیدا شول. طالبانو چې کله امریکا ته «د امریکايي عسکرو د تابوتونو صادرات» پیل کړل؛ نو ټوله نړۍ هکه حیرانه شوه. ځکه امریکا دلته په ټول قوت او ټول زور سره راغلې وه او له ځان سره یې د نړۍ ۵۲ هېوادونه هم ملگري کړي وو.

د افغانستان په روانه جگړه کې د امریکا دوو ولسمشرانو پرله پسې دوه دورې تېرې کړې او دا ځل ډونلډ ټرمپ یې هم دغه جگړه روانه ساتلې ده؛ خو تراوسه نه د جگړې پای معلومېږي او نه یې د پای څرک معلومات کېږي. جورج ډبیلو بوش په اوو کلونو کې روانه جگړه ونه شوه گټلی او نه هم بارک اوباما په اته کلنۍ کې وگټلی شوه؛ نو ډونلډ ټرمپ به یې راتلونکو درېیو کلونو کې څنگه وگټي؟
د افغانستان روانه جگړه د شخصي گټو د خوندي کولو له‌پاره نه ده؛ بلکې روان جنگ في سبیل الله جهاد دی، چې د امریکايي وحشي عسکرو پر ضد روان دی او دغه جهاد به تر هغه وخته روان وي، چې تر څو چې دلته یو امریکايي عسکر هم موجود وي.

طالبان حزبیان نه دي، چې یوازې د کابل دیدن پسې مړه دي او غواړي په کابل کې د ذلالت ډک ژوند وکړي؛ بلکې دوی د ټول افغانستان د ازادولو او په ټول افغانستان کې د یوه سوچه سپېڅلي اسلامي نظام د راوستو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه وخته روانه وي، څو چې اشغال او امریکا وي.

د امریکا ولسمشر دې طالبانو ته داسې فکر نه کوي، چې دوی به هم تسلیم شي او د دوی تر چتر لاندې به ژوند وکړي. امریکا به ماتې خوري؛ خو د ماتې دقیقه نېټه یې یوازې الله جل جلاله ته معلومه ده؛ نو په دومره قوي باور او د زرگونه افغانانو په قربانۍ طالبان نه تسلیمېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button