پاکستان کې د افغان کډوالو موده دوه مياشتې نوره وغځول شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۲) د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، پاکستان په دغې هېواد کې ميشت افغان کډوالو موده د دوو مياشتو لپاره غځولې ده.

په  پاکستان کې افغان کډوالو ته د جنورۍ تر يو دېرشمې نېټې پورې د اوسېدو قانوني وخت ورکړل شوی و.

خو رسنيو د پاکستان د سرحدي چارو وزارت د وياند اقدس شوکت له قوله ليکلي، چې دوی څه موده مخکې د پاکستان حکومت ته وړانديز کړی و، چې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله دې افغان کډوالو ته پنځه مياشتې نور وخت هم ورکړي.

سرچينې زياته کړه، وړمه شپه د لومړي وزير خاقان عباسي په مشرۍ د کابينې غونډه شوې چې پکې د افغان کډوالو موده د دوو مياشتو لپاره غځول شوې ده.

نږدې درې اوونۍ مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو استازو او سوداګرو له دغې هېواد څخه د مودې غځولو غوښتنه کړې وه.

دغه راز په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې وياند قيصر افريدي له پاکستانه غوښتي چې د ترکيې ناستې د پریکړې له مخې دې په دغې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ميلادي کال د دسمبر تر وروستۍ نيټې پورې وغځول شي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې نږدې څوارلس لکه ثبت او شاوخوا اووه نيم لکه ناثبت افغان کډوال ژوند کوي.

د سرچينې په وينا، د پاکستان دسرحدونو وفاقي وزير عبدالقادر بلوڅ د افغان کډوالو د ستنېدلو په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو له مرستيال وزيرې نينسي ايزوجيکشن سره کتلي او له هغې سره يې د افغان کډوالو د ستنولو پر چارو خبرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button