دا اوونۍ: سولییزه دریڅه بنده او جګړییزه جبهه پراخه شوه

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۲ )
تیره او روانه اونۍ ته که په یوه ځغلنده نظر وګورو په ډیرو کمو ورځو کې ډیر زیات تحولات رامنځته شول.
بهرنیانو چې په انټرکانټیننټل هوټل کې د سر دروند زیان لیدلی و، او جګړه ماره پالیسي یې تر پوښتنې لاندې راوستل شوې وه، د طالبانو په وروستي برید چې زیاتره د افغان دولت کسان پکې و، زړه یخ کړ.
توجیهات:
دوی له څو لارو له دې برید څخه د راتلونکې جبهې د کامیابۍ لپاره هڅه وکړه تر څو بهر نیان او افغان حکومت وکړای شي خپلو موخو ته ورسیږي.
لومړی یې په برید کې د ملکي مرګ ژوبلې ناسم ارقام د رسنیو لاسوند جوړ کړ ترڅو د ملت پر وړاندې خپل کړي جنایات توجیه او یا لږترلږه پرده پرې واچوي، حال داچې دکورنیو چارو وزیر وروسته پخلی وکړ چې زیاتره قربانیان نظامي کسان دي.
بله هڅه یې دا وکړه چې امریکا نوره هم وهڅوي چې څومره په بدحال کې پراته دي باید غم یې وخوړل شي اوخپلې مرستې ورڅخه ونه سپموي.
په ضمن کې یې په واک کې د ثبات غم هم و، ترڅو د ملکیانو د تبلیغ په خاطر کوم فشار ونه مني او په خپلو څوکیو کې ثابت پاتې شي.
دا خو یقیني خبره ده چې امریکا د نړیوالې ټولنې په پلمه دلته خپل ستراتیژیکې ګټې لري او د افغان واکمنانو څخه د یواځې د یوه ابزار په توګه کار اخلي.
لوړپوړي او ټیټ رتبه چارواکي یواځې دفتر نشینان دي او د ارګ واکمنان د جانکیري پرځای، مټیس ټاکل شوی دی.
په داسې حال کې چې، د امریکا د دفاع وزیر څه موده وړاندې ویلي و چې د دوی اوسنی لومړیتوب د روسیې او چین سره مقابله ده نو له همدې کبله ښکاري چې افغانستان ورځ تربلې د یوه جګړییز میدان رنګ اخلي .
د سولې خبر نه کوو
د کابل تر برید وروسته د ټرمپ د سولې ضد اعلان کومه نوې سوژه نه وه چې طالبانو پرې اوښکې توی کړې وای، بلکه له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې همدې ارګپالو د سولې څخه د یوه ابزار په توګه ګټه اخیسته .
امریکا په دې موخه چې ګواکې طالبان تسلیمۍ ته اړ کړي دا شورا یې ترسیم کړه او هغوی چې مستقیماً له امریکایي سفارت څخه ډالریزې تنخوا وې اخیستې دا د خپلو نفسي اشباعاتو د پوره کولو لپاره موقع بلله.
د شنونکو په اند؛ د ټرمپ اعلان او د ارګ سر ښورول به په روان وضعیت هیڅ اثر ونه ښندي هغه جګړې به روانې وي او هڅه به کیږي ترڅو دا آزادي غوښتونکی ځواک په ګونډو کړي.
خو لوی تاوان یې د سولې په نوم ګمارل شوي بانډ ته ده چې هغه زقوم به اوس پرې بند شي کوم چې روان وو.
د ټرمپ تر اعلان وروسته:
د افغانستان څخه د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس اسلام آباد ته رسیدلي ترڅو د امریکا له دې دوست هیواد څخه هم د ملاتړ هوکړه ترلاسه کړي.
پاکستاني لوري افغان پلاوي ته ویلي چې؛ مشکل ټول کډوالو جوړ کړی که هغوی ونه وځي دا لړۍ به نوره هم وغځیږي.
څارونکي وایي داچې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په سخت چلند مشهور دي، او څو اړخیزو ناستو وښوده چې طالبان ددې هیواد په خوله تریخ پیاز هم نه څکي نو د ارګ او اسلام آباد د دې لوبې لوړه بیه به ښایي افغان کډوال پرې کړي.
بله ډنډوره:
تیره ورځ د روانې لړۍ بله ډنډوره وڅرخیده چې ګواکې پاکستاني لومړي وزیر ولسمشر غني ته تلیفون کړی خو نوموړي بیرته رد کړی دی، حکومت پلوه رسنیو دا ښودله چې ملت ته څرګنده کړي چې ولسمشر د پاکستان هیواد ته څومره په غصه ده، او څه غواړي .
څو شیبې وروسته افغان سفیر عمر زاخیلوال داخبره رد کړه چې ګواکې خاقان عباسي دې افغان ولسمشر ته تلیفون کړی وي او دا یې یواځې تبلیغاني ډنډوره وبلله.
له هغه لوري:
پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د حقاني شبکې ۲۷ غړي یې افغان دولت ته سپارلي دي خو ارګ په توندۍ سره دا خبر رد کړه چې ګواکې دا یوه غولونکې ادعا ده.
د حقاني شبکه :
د جلال الدین حقاني په مشرۍ طالبانو ته حکومت د حقاني شبکې نوم ورکوي سره له دې چې دوی طالبان دي او مشریې د اسلامي امارت د مشرتابه مرستیال دی خو د چارو د څارونکو په وینا حکومت یواځې د تبلیغاتي سانسور او د طالبانو په منځ کې د نفاق اچولو په موخه دا اصطلاح کاروي.
اوس څه روان دي:
اوس مهال په کابل کې میشت پخواني طالب استازي چې هیڅ فعالیت نلري، حکومت یې په یوه اوبله بهانه ترور کوي او هڅه کوي چې له صحنې یې وباسي.
دشنبی په شپه دسیداکبراغا وراره سیداحمد پسې شپږ موټره راغله اودنود 90 ریاست ته ئي یووړ، سره له دې چې هغه دعمره کشر اود افغان ښونځي شاګرد دی.
د دې په تعقیب یې داکبراغا دمیلمستون څخه څلور 4 کسه دبندیانو پایوازان بوتلل چې سرنوشت یې لا هم نه دی څرګند.
د پیښو څارونکي وایي؛ جګړه لکه څنګه چې امریکایانو اټکل کړې سخت ستونزمن پړاو ته په ننوتو ده او په لومړي سر کې هڅه کیږي ترڅو د طالبانو خواخوږي، د هغوی پخواني استازي چې اوس یې سولېیز ژوند غوره کړی، په مختلفو بهانو ترور او یا یې زندانونو ته واچوي ترڅوولسونه ملي پاڅون ته اړ کړي او په دې هیواد کې د جګړو پړاو پراخو قتل عامونو ته پورته کړي



