را روانه شنبه یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی افغانستان ته راځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۲ فرید افغان)
پاکستان ته د کورنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د رئیس تر سفر وروسته ټاکل شوې ده چې یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی د افغان لوري په غوښتنه کابل ته راشي.
په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سلواغې په ۱۴ نیټه به د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته دځینو موضوعاتو د مطرح کولو په خاطر ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ پژواک خبر خپور کړ چې ولسمشر غني د پاکستاني لومړي وزیر تلیفون ته ځواب نه دی ورکړی، چې وروسته بیا په پاکستان کې میشت افغان سفیر تبلیغاتي ډنډوره وبلله او زیاته یې کړه چې لومړي وزیر له غني سره هیڅ تماس نه دی نیولی.
ټاکل شوې ده، دواړه لوري د طالبانو پر ضد دکاملې همغږي د سولې په پروسه او دپولې په اوږدو کې دوسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مخنیوي خبرې وکړي.
د رشد خبري اژانس د معتبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې اسلام اباد پخوا یوه طرحه کابل ته سپارلې وه چې کابل تر منلو وروسته بیرته اسلام اباد ته واستوله او اوس به د هغې طرحې پر څرنګوالي هم خبرې وشي .
اټکل کیږي چې د ډیورنډ په اوګدو کې د وسلوالو ډلو د مخنیوي په موخه د امریکا په مشرۍ د پاکستان او افغانستان ګډځواک جوړیږي تر څو دواړو لوریو ته د وسلوالو د اوښتلو لړۍ محدوده کړي



