۱۹کلنو نړيوال جام: پاکستان درېيم او افغانستان څلورم مقام خپل کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۲) ټاکل شوې وه، چې نن د افغانستان او پاکستان نولس کلنو لوبډلې د نړيوال جام د درېيم مقام د ګټلو لپاره له يو بل سره سيالي وکړي، خو ننۍ لوبه د باران د ورښت له کبله ونه شوه.
د کرکټ نړيوالې ادارې اعلان وکړ، چې پاکستان ته يې ځکه درېيم مقام ورکړ چې د لوبو په لړ کې د هغوی د منډو اوسط د افغان لوبډلې څخه زيات و او افغان لوبډله يې په څلورم مقام کې اعلان کړه.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام د شپاړلس لوبډلو د سياليو په لړ څلور لوبډلو نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه چې له ډلې افغانستان، هندوستان، پاکستان او استراليا لوبډلې وې.
په نيمه پايلوبه کې اسټراليا افغانستان ته ماتې ورکړه او هندوستان پاکستان ته، چې په ګټلو سره يې د هند او استراليا لوبډلې پايلوبې ته ووتلې او افغانستان او پاکستانۍ لوبډلو د درېيم مقام د ترلاسه کولو لپاره نن لوبه درلوده، خو د باران د ورښت له کبله د کرکټ نړيوالې ادارې پاکستان ته درېيم او افغانستان ته څلورم مقام ورکړ.
د يادونې ده، چې د روانو سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د دغې سياليو پای لوبه د استراليا او هندوستان تر منځ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه ترسره کېږي.



