د فراه چارواکي: طالبانو سږ کال له دولتي ځواکونو ۵۰۰ ميله وسلې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۲) د فراه ولايت سيمه ييز چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې سږ کال طالبانو په زياته اندازه دولتي وسلې ترلاسه کړي چې تعداد يې نږدې پنځه سوه ميله ته رسېږي.

د فراه د خاک سفيد ولسوال خان محمد جانان جمهور اژانس ته ويلي، “سږ کال طالبان توانېدلي چې د دولت زياته وسله ترلاسه کړي، له پيکا او دهشکې نيولې تر راکټ، کلاشنکوف او M16 پورې.”

د هغه په وينا، طالبان چې د فراه په نورو سيمو کې له پوستو او پوځي مرکزونو څخه وسلې ونيسي بيا خاکسفيد ولسوالۍ ته راځي او دا له هيچا پټه خبره نه ده.

نوموړی زياتوي: په ښکاره يې وايم چې سږ کال طالبانو له دولتي ځواکونو څخه ۵۰۰ سوه ميله سپکه او درنه وسله نيولې ده.

په عين حال کې د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر هم تاييدوي، چې په تير يو کال کې د پوځي مرکزونو او پوستو له نيولو وروسته ډيری وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، څه موده مخکې د فراه والي محمد عارف شاه جهان ويلي و، چې وسلوال طالبان په نوې روسۍ وسله جګړه کوي، خو طالبانو تر دې مخکې د نورو هېوادونو د وسلو د ورکړې خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې دوی په هغو وسلو جګړې او بریدونه کوي چې په تېر انقلاب کې له روسانو ورپاتې شوي او اوسني وخت کې له دولتي ځواکونو څخه په جګړو او نښتو کې نيول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button