سوله دحکومت کار نه

لیکوال سیدحبیب الرحمن امام —- سوله دحکومت کار نه دی لکه څنګه چې دامریکا رئیس جمهورټرمپ اعلان وکړ چې موږسوله نکووسمدستي افغان حکومت اعلان وکړ موږ به نور د جنګ په ډګر کې سوله لټوو.

زه دېته حیران یم چی جنګ اوسوله لکه اوراو اوبه دوي ځان ته باتعلیمه او پوهان خلک وایي داجمله څنګه دوی ذکرکوي (جنګ اوسوله) که سوله وي جنګ به نوي، که جنګ وي سوله به نوي اوبیا اوولس کاله تاسوجنګ وکی، دجنګ په ډګرکې مودسولې نوم واوریدي؟ یا بریا موپه جنګ کې ترلاسه کړه؟ نور هم طالبان قوي شول سيمې یې درڅخه ونیولې لکه پرون چې دبي بي سي راپورکې چې اویاسلنه خاوره د طالب په لاس کې ده هغه خو پریږده خپله ځينې حکومتي چارواکي داخبره کوي،تاسې ته خو هیڅ هم نه معلومیږی ځکه ته خو دارګ یاوزارت څخه د باندې پښه هم نشې ایستلای ملت ته داښه معلومیږي چې د امریکا بې اجازي حکومت هیڅ خبره نشي کولای، چې کله امریکا خبره وکړه حکومت هم غوري شروع کړې.

په جنګ کې خو دوي شخصي ګټې لري د دوی خو خپل اولادونه اوکورونه یې خارج کې دي او د ملت غم نسته ورسره بس چې د دوي جیب ډک شي، چوکۍ یې پاته وي نور نو دوي سره څه د ملت غم دی، که ملت مري اوکه پایې اومخکې حکومت کله سوله کوله چی اوس وایې سوله نه کوو. مخکی خو هم دتسلیمۍ نارې وهلې سولې ته تسلیم شي په حکومت کی دومره پوه سړی نه شو پیدا چې ورته ووایی داخبره باندی په تاسو خلک خاندی، دامه کوۍ ځکه  د طالب خپله اویاسلنه خاوره په لاس کې ده هغه به تاته ووایې چې ته راشه تسلیم شه، خیردی که نن ستا په سر خارجیان ولاړدي داسې ډیر جارجیان دې وطن ته راغلل او ولاړه که چیری سوله په جنګ راځي یایې په جنګ کې وینۍ بیا خوباید حکومت دسولې شورا لغوه کړي. خو هغه هم نه کوي ولې چې یوخودوی یوڅوکسان په دې وظیفه ځان ته راجلب کړي نورخوهغه خپل خلک چې تش په نامه انتخاباتو کې د دوي ملګري وو هم مخالف دي.

بل دا د فقر یوه لويه دروازه ده چې په میليونونه ډالر ددې لارې د دوي لاس ته ورځي نوځکه دوي دسولې شوراجوړکړې ده لږ د دې شورا د نامه څخه شرم پکار دی، خوبیا د ټرمپ په خوله اواجازه وایې سوله نه کو و دوي د ملت د حاله څه خبردي، چی ملت څومره پریشانه دی چې ماښام ویدیږی په دافکرکی وي چی اوس به بمبار وسي که به چاپه راشی پلیچرخی که دبګرام کرغیړونوزندانونوته به مې بوزي یاپه انفجارکې ولاړشم نوردي خدای ج پر دې مظلوم اوځوریدلي ملت ورحمیږی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button