هملند: يوه کس خپله مېرمن، خسر او ماما خسر وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۲) د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار د دويمې امنيتي حوزې مربوط سيمه کې د سخي داد په نوم يوه کس خپله مېرمن او دوه نور کسان وژلي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدير سمونوال عبدالشکور جليلي وايي، پېښه تېره ورځ ناوخته د ديک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، يوه کس لومړی خپله مېرمن، خسر او ماما خسر وژلي او له سيمې څخه تښتېدلی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه کس پخوا د نشه يي توکو کاروبار کاوه او په دې وروستيو کې يې خپله هم نشې ته مخه کړې وه.

د سرچينې په وينا، پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.

ويل کېږي، نوموړي قاتل تر دې مخکې په پوليسو کې دنده کوله او څه موده مخکې يې خپله دنده پرېښې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button