سرچينه: قادس کې د اردو عسکرو يوه قرارګاه او پنځه پوستې پرېښي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغلې ۱۲) د بادغيس ولايت يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د دغې ولايت په قادس ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتيرو يوه پوځي قرارګاه او په سيمه کې پرتې پنځه امنيتي پوستې خوشې کړي دي.

د سرچينې په وينا، دولتي سرتيرو تېره ورځ د خيرخانې په سيمه کې شته پوځي قرارګاه او پنځه پوستې تخليه کړي دي.

سرچينه زياتوي، په دغې پوستو وخت ناوخت د طالبانو له لوري بريدونه کېدل او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله رسېدله.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

له بله پلوه طالبانو تاييد کړې او په يوې خبرپاڼه کې يې ويلي، چې دغه عسکر د دوی د بريدونو له ډاره له سيمې تښتېدلي دي.

طالبان وايي، له سيمې څخه د عسکرو په وتلو سره زياته سیمه او يو ستر بازار د دوی تر ولکې لاندې راغله.

قادس ولسوالۍ کې وسله وال طالبان پوځي فعاليت کوي او د دغې ولسوالۍ پراخه سيمه يې تر حاکميت لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بي بي سي يوې څېړنې ښودلې وه چې وسله وال طالبان د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې فعاليت کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button