ملګري ملتونه بايد اسلامي امارت په رسميت ومني

تبصره
افغانستان د انګرېزانو له ازادۍ وروسته په ملګرو ملتونو کې د يوه ازاد هېواد په توګه منل شوی دى. د هر وخت تاړاکګرو کوښښ کړی چې د افغانستان ازادي له منځه يوسي. خو، له نېکه مرغه، تراوسه لا يرغلګر په دې نه دي توانېدلي چې د افغانستان د ازادۍ تر له منځه وړلو پورې په افغانستان کې پاتې شي.
په ملګرو ملتونو کې چې کوم هېواد غړيتوب لري، د هغه هېواد په اړه ملګري ملتونه هراړخيز تصميم هم نيسي او د ملګرو ملتونو د قوانينو په رڼا کې هر يو واکمن ته د خپلې ازادۍ د ساتلو مراعات ورکوي.
د ملګرو ملتونو د قوانينو په رڼا کې په يوه هېواد کې هغه حکومت په رسميت د پېژندلو حق لري چې اکثريت ولري او د هغه هېواد زياته برخه یې په کنټرول کې وي. که يوه هېواد کې د حکومت مخالفين د تاميل د پړانګانو په څېر تر څلوېښتو کالو زياته جګړه هم وکړي، بيا هم چې د خاورې اکثريت په لاس کې ونه لري، ولس پرې رضايت ونه لري، داخلي او بهرنى ملاتړ ونه لري، له حکومت سره مخالفت یې د ملګرو ملتونو د قوانينو سره مخالف وي، سياسي او وسله واله مبارزه یې د هېواد له ارضي تماميت سره په ټکر کې وي؛ ملګري ملتونه یې په رسميت نه پېژني. خو که ټول معيارونه یې د هېواد له قانون سره سمون ولري، ملګري ملتونه یې بايد په رسميت وپېژني.
د بي بي سي له سروې وروسته ثابته شوې ده چې په افغانستان کې اويا سلنه خاوره د طالب وسله والو په لاس کې ده. همدې طالبانو پنځه کاله په افغانستان کې حکومت کړی، يو شمېر هېوادونو یې حکومت په رسيمت پېژانده، ملګرو ملتونو یې پر خلاف يو قدم هم نه و پورته کړی، اوس هم د پخوا په څېر له بهرنيو يرغلګرو څخه د خپلې خاورې او ولس په دفاع کې راپورته شوي دي؛ د اويا سلنې خاورې په کنټرول بايد ملګري ملتونه طالبان په رسميت وپېژني.
په افغانستان کې د طالبانو په کنټرول کې اويا سلنه خاوره پخپله دا ثبوت ورکوي چې تر اتيا سلنې هم زياته خاوره د طالب وسله والو په کنټرول کې ده، افغان حکومت ته يواځې ارګ او په ولاياتو کې ولايتي مرکزونه ورپاتې دي.
د افغان دفاع وزارت، په داسې حال کې چې تر شپاړسو زرو زيات بهرني او تر دوه نيمو لکو زيات افغاني پوځونه له طالب وسله والو سره په جګړه بوخت دي، په يوولس ولاياتو د کنټرول اعتراف پخپله د رسميت پېژندنې ثبوت دى.
افغان مجاهدين چې له روسانو سره په وسله والو مبارزه بوخت وو، د کمونستي رژيم په موجوديت کې امريکا افغان مجاهدينو ته له هېواده بهر د عبوري حکومت جوړولو زمينه برابره کړه. اوس چې طالبان اويا سلنه خاوره په کنټرول کې لري، ملګرې ملتونه یې په رسميت پېژندني چوپ پاتې دي.
که امريکا په افغانستان کې د نویو جګړه مارو په راپيدا کولو سره جګړه دوامداره ساتي، پنټاګون افغانستان ته د نورو پوځونو د رالېږلو پرېکړې کوي، افغان حکومت چې دا دېرش سلنه، د کابل مرکز او ولايات، په لاس کې لري دا به هم له لاسه ورکړي.
تېر کال ټرمپ د واک ترلاسه کولو په لومړيو ورځو کې په افغانستان کې د خپلو پوځونو تر نامعلومې مودې پورې پاتې کېدل اعلان کړل. له دې دا څرګندېږي چې امريکا په افغانستان کې تر نامعلومې مودې پورې جګړې ته دوام ورکوي. خو افغان ولس هم تر هغو د امريکا په مشرۍ له بهرنيو پوځونو سره تر نامعلومې مودې خپل مقدس جهاد ته سينه لويه کړې ده او ورځ په ورځ یې بريدونه مخ په زياتېدو دي.
که ټرمپ وايي چې امريکايي عسکر د جګړې نوي قوانين لري، ټرمپ دې په دې پوهه شي چې نوي جوړ قوانين نویو کندو ته پرېوځي. افغان ولس به د خپلو زړو قوانينو (د کفر په مقابل کې مقدس جهاد) په نظر کې نيولو سره تر وروستيو سلګيو پورې جنګېږي.
د بهرنيو یرغلګرو او د داخلي کرایه پوځ په مقابل کې د افغان ولس مبارزه مقدسه، هدف یې مقدس، دريځ یې مقدس، هوډ یې مقدس او د خپلو مقدساتو د ساتنې لپاره یې مقاومت مقدس دى؛ بالآخره به امريکا هم په هغه برخلیک اخته کړي لکه دمخه چې پر افغانستان نور يرغلګر ورباندې اخته شوي دي.



