د کورنیو چارو وزارت لوړو پوسټونو ته د ازادې سیالۍ له لارې مراجعین وربللي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱۲ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې کابل خونړیو چاودنو ولړزاوو او خلکو پر امنیتي چارواکو خپله بې باوري لازیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې لویو امنیتي ارګانونو ته وړ کسان د آزاد رقابت له لارې وربللي دي.

که څه هم په دولتي پوسټونو کې د قانون ترمخه بستونو ته وړکسان د ازاد رقابت له لارې ټاکل کیږي خو دا لومړی ځل دی چې لوړو امنیتي او نظامي ارګانونو ته هم دا لړۍ پیلیږي.

د څارونکو په آند ښایي حکومت له دې پلوه غواړي د امنیت ساتنې په بې غورۍ کې د خلکو له نیوکو ځان څنډې ته کړي

او هم به د راتلونکو عواقبو پړه د ټاکلو اشخاصو افرادو پر اوګو ور اچوي.

په هغو شرایطو کې چې ښوودل شوي، د پولیسو له اکاډمي څخه د فراغت د لیسانس سند، په پولیسو کې درۍ کلنه کاري تجربه او همداراز د کمپیوتر او انګلیسي ژبې سره بلدتیا او ځینې نور معیارونه شرط بلل شوي دي.

همداراز هغه آمرین چې پخوا یې دا دنده ترسره کړې نه شي کولی چې په دې پروسه کې داخل شي.

دا ازموینه به د هوایي ډګر پر سړک دکورنیو چارو د وزارت په لوی تالار کې 1396/11/18 نیټه اخیستل کیږي.

د پولیسو د حوزو لپاره د آمرینو تازه اعلان داسې مهال کیږي چې په پلازمینه کې کابل کې میشت زرګونه امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او د غیرمترقبه پیښو انتظار کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button