میدان وردګو کې جومات سره هاوان لکېدلی18تنه کليوال مړه او ژوبل شوي دي

(کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ 13 مه 1394 ل)

له ميدان وردګو ولایت سیدا اباد ولسوالۍ نه په تازه راپور کې ويل شوي دي، چې نن له غرمې مخکې د یادې ولسوالۍ اړوند وتلي کلي د شهید خیل جومات ته نزدې هاوان لګېدلی چې مرګ و ژوبله يې اړولې ده .

پېښه کې د 8 تنو ماشومانو په ګډون 12 تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون 6 تنه  نور ټپیان شوي دي .

د میدان وردګو ولایتي شورا منشي شریف الله هوتک ویلي دي، چې عسکرو په سیمه دتوپونو ډزي کولې، چي یوه مرمۍ دشهید خیل جومات ته نږدې ولګېدله او مرګ ژوبله يې واړوله .

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه وه چې د اردو عسکرو هاوان مرمۍ په دغه جومات ولګيدله .

د امنيتي چارواکو په وینا مړي او ټپیان د ميدان وردګو ملکي روغتون ته انتقال شوي او اوس هم په روغتون  کې دي .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button