کابل ټکی کام څیړنه فرید احمد
تاسو شاید فکر وکړئ چې غاښونه مو د عمر د زیاتوالي له کبله توریږي، خو دلته ډیر نور عوامل هم وجود لري، چې له وجې یې غاښونه تور یا زیړ رنګ اخلي، او په همدې وجه اکثر وخت تاسو په مجالسو کې په خلاص زړه سره نشی خندلای، او د شرم احساس کوی.
کافي، چای او سګریټ داسې مواد لري چې ستاسو د غاښونو د تور والي او زیړوالي لامل ګرځي، همدارنګه په حادثاتي طور چې کله ستاسو د غاښونو عصبي رشتي له منځه تللې وي هم غاښونه زیړیږي، چې دا کار اکثر د مکروب ضد دوایانو له وجې هم کیدای شي.
له سګریټ څکولو څخه باید کاملاً خوداري وکړئ، ځکه سګریټ څکول غاښونو ته سخت زیان اړوي، همداشان له هغه مشروباتو څخه ځانونو وساتئ چې ټانن لري، ټانن په سوډا واټر، کافي او چایو کې موجود دي، خو بیا هم په عام ډول ډاکتران وايي چې یخ او نیم ګرم څیزونه له ډیرو ګرمو مشروباتو څخه بهتر دي.
په نړی کې اوس د غاښونو ډاکټران خپلو ناروغانو ته د غاښونو د سپينولو هدایت کوي. نو ځکه هم باید هرڅوک د غاښونو د سپینولو لپاره مکمله نخسه واخلي او خپل غاښونه سپین کړي. خو مونږ تاسوته یوه ارزانه او موثره لاره توصیه کوو چې اثر یې ډير زیات خو لګښت یې ډير کم دی.
د امریکا د غاښونو د ساتنې اداره له پلټنې وروسته وایي: خپل غاښونه د هایډروجن پروکساید په واسطه سره سپین کړئ، ۳٪ هایدروجن پروکسایډ د ۱۰ ملی لیتر په اندازه په خوله کې واچوئ او بیا یې د خولې هرې برخې ته ورسوئ، چې کله سخت ځګ شروع کړي نو پوه شی چې ستاسو په خوله کې هایدروجن پروکساید له بکیتریاوو سره په جنګ کې کامیاب شو، د یوې دقیقې لپاره هایدروجن په خوله کې وساتئ ترڅو مکروب ښه ووژني، وروسته هغه څه ټول تو کړئ او بیا خوله په ګرمو اوبو سره ګنګال کړئ. له دې څخه بعد تاسو باید غاښونه سمدلاسه په مسواک او یا د غاښونو برش او کریمو سره پریمنځئ.
۱. یو بوتل هایدروجن پروکساید له نږدې درملتون څخه ترلاسه کړئ، قیمت یې تر شل افغانۍ پورې دی.
هایدروجن پروکساید د پستوکي د زخم لپاره استعمالیږي خو دا چې هایدروجن پروکساید د مکروب ضد مواد لري نو کولای شي چې ستاسې د خولې په پاکوالي کې کار وکړي.
۲. د خولې د صفا والي لپاره په عام ډول سره (موتهـ واش) چې له ۳۰۰ افغانیو یې لګښت لوړ دی، استفاده کیږي. تاسو کولای شی چې د موتـهـ واش پر ځای همدا هایدروجن پروکساید چې قیمت یې شل افغانۍ دی، استعمال کړئ. دوه د چایو قاشوغې هایدروجن په خوله کې واچوئ او بیا یې په ټوله خوله کې تاو را تاو کړئ تر څو ښه ځک شروع کړي ، له یوې دقیقې وروسته به خوله په ګرمو اوبو سره ګنګال کړی او بیا به په مسواک او یا د غاښونو کریم سره غاښونه پاک پریمنځئ، دا طریقه به تر یوې هفتې پورې وغځوئ.
د غاښونو د سپينوالي تر ټولو موثره طریقه:
دوه قاشغې هایدروجن پروکساید او درې قاشغې د خوراک سوډا سره ګډ کړئ او بیا یې ښه سره ووهئ، ترڅو کریم ځينې جوړ شي او بیا په کمه اندازه د غاښونو کریم پکې ګډ کړئ چې ذایقه پیدا کړي. همدا ګډ شوي مواد په غاښونو باندې د برش په واسطه سره په دائروي شکل ووهئ ترهغه چې ټول غاښونه پرې وپوښئ، او تر درې دقیقو پورې به یې پرېږدی، وروسته له هغه به خپل غاښونه د مسواک او یا د غاښونو د کریم په واسطه سره پاک پرېمنځئ تر څو ښه صفا شي، دا کار تاسو د پنځه ورځو لپاره وکړئ ستاسو غاښونه به د صدف په شان برېښي.


















