طالبان دجنګي مهارتونو سربېره په فکري روزنې سمبال دي

لیکوال : فرمان الله نجرابوال
وسلوال طالبانو نږدې یوه نېمه لسېزه کېږي چې د اشغالګرو سره په جګړه بوخت دي. او اشغالګرو ته یي د سر په کاسه کې اوبه ورکړې. چې له نیکمرغه وسلوال طالبانو په برخه بریا ده. چې ښکاره بېلګې یې په کابل کې په کانټینینټل هوټل کفر ځپونکی برید و چې دوه اونۍ وړاندې د پنځه تنو وسلوالو طالبان په مټ په ډېر بریالیتوب ترسره شول چې ۱۴ساعات یې دوام وکړ چې د كڼ شمېره خارجیانو او ورسره د داخلې لوړپوړو چارواکو په مرګ ژوبلو پای ته ورسېد.
د وسلوالو طالبان په معسکرونو ” روزنتونو” کې وسلوال طالبان ددې لپاره تربیه کیږي چې د افغانستان د اوسېدونکو د ژوند لپاره یوه ډاډمنه فضا تامین کړي، دهېواد د جغرافیایې او معنوې سرحداتو ساتنه وکړي.
پر ګران هېواد او ولس ېې د اوسنې یرغل مخه ونیسي، د یرغلګرو په وړاندې او دحق د اثبات او له هغه څخه د دفاع په لاره کې د سر په بیه په ډېره مېړانه وجنګېږي.
لکه څنګه چې وسلوال طالبانو دنده لري چې په هېواد کې د یرغل تغر ټول کړي او اسلامي قوانینو نافذ کړي، د هر ډول ظلم او فساد مخه ونیسي. او د افغان ولس د لاښه امنیت تامین لپاره مجرمین وڅاري ،او په ټولنه کې د مفسدینو ځالې ولټوي او له منځه یوسي .
وسلوال طالبان چې اوس یې نړۍ په ستر ځواکمن پوځ په توګه پیژني پدې روستیو کې د هېواد په بیلا بېلو روزنتون “معسکر” کې تر هر څه د مخه د خپل دین عقیدی، هېواد ولس او هڅوب په غوښتنو د یو منظم ایډیالوژیک نظام او نصاب پوه دي او ددغو غوښتنه د تحقق په لاره د سرښندنې او قربانۍ ورکولو په روحیه روزل شوي. نه لكه دافغان ملی پوځ ،ملی امنیت ،ملی اردو چې خپل ځان د معاش او وظیفی په بدل د اجیر او نوکر په پېژني.
وسلوال طالبان تل د سرښندنې او قربانۍ د مجاهد په صفت کوي او خپل مسؤلیتونه له الله عزوجل څخه د ویرې او له هغه څخه د مکافات او مجازات په روحیه سر ته رسوي. همدا لامل دی چې وسلوال طالبان د بي بي سي د راپور په اساس اوسمهال دافغانستان ۷۰سلنه خاوره باندی واک لري . دغه راز که د وسلوالو طالبانو روستی بریدونه ځېر شوو دا به جوته شي چې وسلوال طالبان د جنګي مهارتونو سربېره په فکرې روزنې هم سمبال دي.
وسوال طالبان دجنګې مهارتو ترڅنګ په اسلامي عقیدې سمبال پوځ دی نه یواځې په تش لاس یې ۴۸ هېوادونه چې ځمکنې او هوایې واک په درلودو سره بیاهم ماته ورکړې ده چې اوس نړې پدې اعتراف کوي چې وسلوال طالبان د جنګ د لارې نه شې ماتیدی .
د افغانستان د ازادۍ په هېله.



