د ولسمشر سلاکار او د چارو د ادارې رئیس داود نورزي استعفا ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فرید افغان)

په داسې حال کې چې حکومت له سخت سیاسي او پوځي انفلاسیون سره مخ ده او ورځ تر بلې د ولسمشر او نږدې کسانو ترمنځ یې واټن په زیاتیدو ده، د رصد خبري اژانس د خپلو معتمدو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس احمد داوود نورزي له ارګ سره د سختو اختلافاتو له امله استعفا ورکړې ده.
سرچینو ویلي چې نوموړي د راتلونکي مالي کال لپاره د دې ادارې دتشکیلاتو په اړه له ارګ سره تر سختو ناندریو وهلو وروسته المان ته تللی او له هغه ځایه یې په یوه مکتوب کې ارګ ته خپله استعفا لیږلې ده.
رصد ویلي چې ارګ اوس د نوموړي د ځای ناستي په فکر کې ده اوښایي د نوموړي پر ځای د کانونو او پیترولیم سرپرسته نرګس نهان چې له ولسي جرګې یې د باور رایه نه وه اخیستې دې پوسټ ته انتخاب شي.
که ارګ د نوموړي استعفا ومني دا به یو بل لوړپوړی چارواکی شي چې د ارګ له لوري معزول کیږي.
تر دې وړاندې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم ، لوی سلاکار احمدضیا مسعود د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل او لسګونه نور کارمندان د مختلفو توطیو له امله د ارګ له غیږې شړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې داوود نورزی غني ته د سلام رحیمي، حنیف اتمر او نورو نږدې سلاکارانو له ډلې تر ټولو نږدې څیره وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button