که له دوی سره دنیاده ، له مونږ سره الله دی !!!

لیکوال: حمزه حسیني
د نړۍ ستر فرعون د مادیاتو پر نشه ډوب او د مسلمه امت قاتل ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په ډېر کبر او غرور یوې ناستې ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د نه خبرو پرېکړه وکړه او د طالبانو پر ضد یې یو ځل بیا خپلې شومې تګلارې ته د ادامې ورکولو ژمنه وکړه.
په عین حال کې بیا د افغانستان بعضې پلورل شوو بې ضمیره مفکورو هم دا فرعوني دسیسه زمزمه کړه، د همدې ستر فرعون پر پرېکړه یې خوښي څرګنده کړه او ستاینه یې وکړه.
هو دوی د مادي پرستو په قوت اتکاء کړې دوی نه غواړي چې د افغانستان له مظلوم ولس نه مظالم ختم کړي بلکې دوی د ظلمونو د لا زیاتېدو لپاره کوښښ کوي او د خپلو خواهشاتو د اشباع لپاره له دغو سترو فرعوني څهرو سره د غلامانو په حیث ژوند تېروي.
مونږ باوري یوو چې د دنیا او اخرت کامیابي زمونږ ده ان شآءالله دا ځکه چې دوی پر دنیاوالو ناز کوي او مونږ لله الحمد د الله جل مجده پر نصرت او مینه.
هوکې تاسو قضاوت وکړئ
رب العلمین قرآن حکیم فرقان حمید کې فرمایي:
{وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ}.. [البقرة : 120]..
ژباړه: او هیڅکله به خوښ نه شي له تا څخه اې نبي علیه الصلوة والسلام دا یهود او نه نصاري تر دې چې ته د دوی د دملت تابع شې ورته ووایه اې پیغمبره صلي الله علیه وسلم چې په تحقیق سره هدایت د الله تعالي همدا کامل هدایت دی او که ته چېرته تابعدار شوې د دوی د خواهشاتو پس له هغه چې تاته علم او پوهه راغلې نو نه به وي ستا لپاره له جانب د الله تعالي نه نه کوم دوست او نه کوم مددګار
که څوک په همدې پورتني ایت شریف دقیق نظر وکړي او د تعصب او عناد شیطاني جال څخه ځان را وباسي نو ورته جوته به شي چې یقیناً کفار زمونږ هیڅکله نه دوستان کیږي او نه د مسلمانانو په درد درمند کیږي.
باید هر مسلمان بالخصوص هر افغان د امریکا او ورسره د نورو کفري ښکېلاکګرو هیوادونو مفاسدو ته متوجه شي او له خپل ګران هیواد څخه یې د وېستلو له پاره که په هر قېمت وي خپل اواز اوچت کړي او ووایي چې نور مونږ د کفر له چتر لاندې زندګۍ څخه تنګ یوو باید مونږ ته استقلال را کړل شي.
د یو سپېڅلي ازاد او خپلواک اسلامي هیواد په هیله



