ډيری اف ام راډيوګانې غير معياري او د ټولنې د اصولو خلاف خپرونې کوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —– د کندوز ولايت يو شمير ځوانان او مدني فعالان وايي، په دغې ولايت کې اف ايم راډيوګانې غير معياري او د ټولنې د دودونو خلاف خپرونې کوي، چې ډيری ځوانان يې بې لارې کړي دي.
د کندوز ولايت يوه اوسېدونکي وي او ای پښتو ويب پاڼې ته ويلي، د راډيوګانو ډيری خپرونې بې معنا او د ټولنې په تاوان دي، زياتوي چې د راډيوي خپرونو ډيره برخه سندرو ته ځانګړې شوې ده.
د دوی په وينا، په راډيوګانو د ډيری کارکونکو تعليمي کچه ټيټه ده او د مسلکي کارمندانو د نشتوالي له کبله د روغتيايي، اقتصادي، سياسي او ښوونيزو پروګرامونو پر ځای ټوله ورځ د سندرو په نشرولو تېروي.
اوس مهال په کندوز کې پنځه راډيوګانې خپرونې کوي چې ويل کېږي د څو تنو راډيوګانو مسئولينو يې په اروپايي هېواودونو کې پناه اخيستې ده.
په ۲۰۱۷م کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي و، چې له کابل پرته د هېواد په نورو ولايتونو کې له ۹۶ تلوېزيوني شبکو څخه ۳۳ او له ۲۴۵ راډيوګانو څخه ۷۷ د فعاليت جواز نه لري خو خپرونې کوي.
د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په کابل کې ۶۴ تلوېزيوني شبکې او ۵۴ راډيوګانې په فعاليت بوختې دي.
دغه راز په ننګرهار، پکتيکا او يو شمير نورو ولايتونو کې هم په لسګونو ايف ايم راډيوګانې فعالې دي، چې له يو شمير راډيوګانو پرته ډيری يې په غير معياري او د ټولنې د اصولو خلاف خپرونې کوي.
دغه راز د ننګرهار يو شمير اوسېدونکي د راډيوګانو په زياتولو اندېښنه ښيي وايي، چې ځينې راډيوګانې داسې خپرونې کوي چې سړی يې د کورنۍ له نورو غړو سره هيڅ اورېدلی نه شي، سم لکه د ځوانانو بنډار يې شروع کړی وي.
د ننګرهار يوه مدني فعال رضوان الله کابل ټکی کام ته وويل، ډېره هڅه وکړم چې زما د خوښې راډيو پيدا کړم ترڅو پکې د خپلې خوښې پروګرام واورم، خو د راډيوګانود زياتوالي له کبله يې نه شم پيدا کولی.
هغه وايي، يوه راډيو دې وی خو دژورناليزم له معيارونو او د ټولنې له اصولو سره برابره.
د يادونې ده، افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو په راتګ سره په هېواد کې لسګونو راډيوګانو په فعاليت پيل وکړ، چې ډیرو يې د امريکايي ځواکونو له نظامي اډو څخه خپل نشرات پر مخ وړل.
سيمه ييز خبريالان وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې اوس هم ډيری راډيوګانې د پروژو اخيستلو لپاره جوړې شوي او د خپرونو معيار او کيفيت ته هيڅ ډول پاملرنه په نظر کې نه نيسي.
ويل کېږي، اوس مهال هم لسګونه اف ايم راډيوګانې خپل فعاليت د امريکا په مرستو کوي او د هغوی په ګټه خپرونې کوي.



