طالب ویاند په څرخي پله زندان کې د بندیانو احتمالي اعدام ته غبرګون وښووده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱۶ فرید افغان)

وروسته له هغه چې پر ټولنیزو رسنیو کې ځینې خبرونه خپاره شول چې ګواکې حکومت نیت لري ترڅو یو شمیر طالب زندانیان اعدام کړي او څوتنه یې په همدې موخه له زندان څخه ایستلي هم دي، طالبانو یې پر وړاندې سخت غبرګون ښوودلی دی.

طالبانو دا کړنه د جګړو لا ګرمیدو ته بهانه بللې او په وینا یې چې دامریکایانو جنګی ستراتیژی مطلوب اهداف ترلاسه نه کړل، “ اوس یې خپلو ‹‹ګوډاګیانو›› ته د داسی کارونو ترسره کولو دستور ورکړی چې هغه په هیواد کې د جګړې د لاسختیدو اوګرمیدو لامل کیږی“
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که د بندیانو پر وړاندې د اعدام حکم عملي شي، د راتلونکو بریدونو مسؤل لوری به حکومت وي
“موږ د خپلو بندیانو په اړه یوځل بیا دا خبرداری ورکوو چې له هغوی سره هرډول ناسمه کړنه به سخت غبرګون ولري او مسولیت به یې د کابل ادارې د امنیتي او قضائي چارواکو په غاړه وي.“
د خبرپاڼې ترمخه؛ ټول پوهیږي چې داډول کړنې هیڅ ډول  قضائي اوعدلي مشروعیت نه لري او نه هم د رژیم عدلي او قضایي ارګانونه له قانوني لحاظه د دې وړتیا لري.

طالبانو ویلي چې د بندیانو د اعدام په غبرګون کې به هغه قضایي ارګانونه په نښه کړي چې دا پریکړه ېې کړې ده
‹‹هرڅه چې د بندیانو په اړه کیږی هغه به د رژیم د نظامی، امنیتی او قضائی ادارو په امر او د رژیم د نورو ادارو په خوښه تر سره کیږي او زموږ د بالمثل عمل هدف به هم همدا  ارګانونه وي››
طالبانو ګواښ کړی چې که حکومت د طالبانو د اعدام کولو هڅه وکړه دوی به یې به په ډيره ښه بڼه کسات واخلي

طالبانو همداراز ویلي چې د خپلو بندیانو د اعدام په غچ کې به پرهغو داخلي او خارجي عسکرو او حکومتي خلکو هم کوم رحم ونه کړي چې د دوی سره اسیران دي.
( په دې سلسله کې که له موږ سره د داخلي او خارجي دښمن شته بندیانو ته زموږ د محاکمو له لوري هرډول سزا ورکړل شوه او دمشرتابه دعفوې له حکم څخه مستثنی شول مسئولیت به یې مقابل لوري ته راجع وي)

طالبانو پر بشري حقوقو، مدني ټولنو او نړیوالو جهتونو غږ کړی چې ، چې د سیاسي بندیانو او جنګي اسیرانو په وړاندې د امریکا او کابل ادارې ‹‹ د وارخطا چارواکو›› لاس ونیسي او مظلوم بندیان چې په اوسنیو پيښو پورې هيڅ تړاو نه لري اعدام نه کړي.

د کورنیو چارو وزارت تر اوسه رسماً په دې تړاو څه ندي ویلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button