ملي امنيت په امن ساتلو کې له ناکامۍ وروسته د تورونو لګولو دنده واخیسته

سرليکنه

په افغانستان کې چې د امريکا لخوا، له طالب وسله والو سره د مقابلې لپاره څومره ډالر ورکړل شوي، تر نيمايي زيات یې د ملي امنيت او استخباراتو په نامه وهل شوې دي. دفاع وزارت هم د خپلو دوه چنده جنګي لګښتونو په څرګندولو اشرف غني دې ته اړ کړ چې ووايي: که امريکا راسره مرسته ونه کړي، شپږ مياشتې مو هم اردو مقاومت نشي کولای.

دمخه به د دفاع، کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت په نامه جوړې ادارې د ولس د ساتنې په نامه د خيالي پوليسو، او ملي امنيت ادارې د استخباراتو په نامه غوړ معاشونه خپل امتيازات بلل. خو د کابل ښار په تېرو بريدونو کې چې دفاع وزارت د کابل ښاريانو په دفاع ونه توانېد، د کونيوچارو وزارت یې د امن په ساتلو، او د ملي امنيت په نامه اداره یې د استخباراتو سره په ګډو هلو ځلود پېښو په کشف کې ناکامه شوه؛ اوس درې واړو د دفاع پر ځاى په تورونو لګولو لاس پورې کړ.

دفاع وارت او ملي امنيت ادارې به دمخه طالبان په مرکز او ولاياتو کې د پوستو او ولسواليو د نيولو عاملين بلل، اوس چې یې په دفاع کې ناکام شول، په تشو تورونو د رسنيو سترګې ورتوروي.

د ملي امنيت مشر ايران او روسيه طالبانو ته په وسلو ورکولو تورنوي او تور لګوي چې طالبان افغانستان ته د داعش په رسولو کې لاس لري.  له دغه ډول ويناوو سره په استخباراتو او د ملي امنيت په جوړه اداره کې مامورين هم همنظره نه دي، وايي که طالبان شمال ته د داعش په رسولو کې لاس ولري او ویې رسوي، بيا نو باید د ملي امنيت او استخباراتو زرګونه پرسونل د نشت برابر وګڼل شي.

ملي امنيت ته د خپلې دندې پر خلاف نوې دنده هم سپارل شوې ده هغه دا چې د امريکا لخوا شمال ته د شپې په تياره کې د څرخي الوتکو په وسيله د ناڅرګندو وسله والو رسولو په اړه  د امريکا پر خلاف د ولسي وګړو د غبرګون مخه ونيسي. يو کال دمخه د شمال ولسي وګړو ويلي وو چې د شپې لخوا په تياره کې د څرخي الوتکو په وسيله جګړه مار راوړل کېږي او آن روزنيز مرکزونه  هم ورته جوړ کړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، هم رسنيو ته ویلي و چې له ناټو سره مو  په ناپېژاندو هلیکوپټرو کې د داعش جنګیالیو او لوېدیز جوړو وسلو د لېږدولو مسله مطرح کړې ده. په جوزجان کې د ناپېژاندو وسله والو مرکزونه د شمال د خلکو او ضمير کابلوف ويناوې تائيدوي. امريکا غواړي په افغانستان کې روانه ناامني د روسيې تر پولو ورسوي. افغان دفاع وزارت او ملي امنيت یې د تورونو لګولو ورسپارل شوې دنده ترسره کوي.

دمخه دفاع وزارت د خپل ولس په دفاع کې دومره ناکامه نه و، خو د پوليسو په ليکو کې د طالبانو نفوذ او له طالبانو سره د پوځي افسرانو ملاتړ دفاع وزارت، ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت په ګډه د طالبانو پر خلاف تبليغات پیل کړي دي، يو او بل هېواد په وسله ورکولو تورنوي څو ولس یې پر خلاف په يوه  پاڅون لاس پورې نه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button