له عراق څخه افغانستان ته د امریکایي عسکرو د لیږد لړۍ پیل شوې

له عراق څخه افغانستان ته د امریکایي عسکرو د لیږد لړۍ پیل شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۶ فرید افغان)
د فاکس نیوز د خبر تر مخه؛ امریکایي قراردادي ځواکونه چې په عراق کې میشت و، افغانستان ته لیږدول کیږي ترڅو دجګړو په لومړۍ کرښه د افغان ځواکونو د قوماندې،مشوره ورکولو او د هغوی د روزلو چارې چټکې کړي.
په دې لړ کې به د جګړو قومانده تر ډیره د امریکایي ځواکونو پر غاړه وي او افغان ځواکونه به د عسکرو په څیر رول لري.
په ورته وخت کې په عراق کې میشتو امریکایي قراردادي ځواکونوآسوشیتدپرس ته ویلي چې له دې هیواد څخه د وتلو لړۍ یې تیره اونۍ پیل شوې، خو داچې تر اوسه څومره شمیر وتلي له جزیاتو ورکولو یې ډډه کړې.
د لویدیځو رسنیو دراپورونو ترمخه؛ تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې ۴ زرو امریکایي ځواکونو په افغانستان د محلي پولیسو د حمایت او مرستې رسولو چارې مخته وړلې او زرګونه نور بیا په مخامخ جګړو، د افغان ځانګړو ځواکونو پر روزنې او افغان عسکرو ته د مشورې ورکولو دنده پر غاړه درلوده.
له دې سره سره امریکا ویلي چې په لنډ راتلونکي کې به ۱۰۰۰ تنه نور تازه ځانګړي ځواکونه هم د طالبانو پرضد دجګړو لومړۍ کرښې ته راولیږي.
امریکا په افغانستان کې په رسمي توګه یواځې د ۱۵ زرو عسکرو پخلی کوي چې د څارونکو په وینا دجګړیزو پالیسیو ترمخه امریکا د ځواکونو شمیره پټوي او ښایي دا شمیر څو برابره زیاته وي.
د امریکایي ځواکونو له راتګ سره سم د دې ځواکونو تلفات هم ډیر شوي او د طالبانو د وروستي راپور په اساس چې تیره ورځ خپور شو، په تیره جنوري میاشت کې ۳۹ بهرني عسکر وژل شوي او تر ۱۵ ډیر ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر ژمنه کړې چې د افعانستان سره خپلې پوځي مرستې څوبرابره زیاتوي ترڅو توانیږي راونه اوږده جګړه وګټي، افغان ولسمشر غني هم ګواښ کړی چې د امریکایي ځواکونو په مرسته به طالبان ماتوي.
خو طالبانو ویلي چې دوی به دخپل سر په بیه د امریکایانو او دهغوی د ملاتړو پرضد وجنګیږي



