
داسلام په تاریخ کې دوه رنګه وګړېو خپل ځانونه ثبت کړي دي
لیکنه عزام حقاني
لمړی ډول : هغه څوک دي چې دهغوپه ایمانداري ،اسلامیت ،غیرت،شهامت اومیړانه باندی مسلمانانو نه بلکي داسلام سرسخته دښمنانو هم اقرارکړی اوددوی وغیرت ته ګوته په غاښ دي ، هغوی دسخاوت، شجاعت، حلم، بصیرت، دښو اخلاقو اوبهترینو صفاتو خاوندان وو، دالله جل جلاله په لار کي ستړیاوي او قربانۍ یې دځان ویاړ او افتخار ګڼلې ، او په اسلامي امت کي تر ټولو زیات مسکینان همدا داسلام دتاریخ ځلانده ستوري وو ، هغوی دژوند تر پایه ځان دجهاد اوقربانۍ میدان ته وړاندي کاوه دهغو له جملی څخه ابوبکر،عمر،عثمان ،علی رضوان الله علیهم اجمعین ،او همدارنګه معاویه ،عمربن عبدالعزیر،محمدبن قاسم،قتیبه بن مسلم ،موسی بن نصیر ،طارق بن زیاد،یوسف بن تاشفین ،صلاح الدېن ایوبی،نورالدین زنګی،عمرمختار،محمود غزنوی،میرویس نیکه احمد شاه بابا اودنن زمانی اتلان ملامحمدعمرمجاهد،ملااخترمحمد منصور دی.
او دویمه ډول وګړې هغه دی چی ځانونه یی دایمان پلورونکو په نوم ثبت کړی دی دوی له اسلام اومسلمانانو سره هغه څه وکړل چی قلم یی له لیکلو عاجزه دی،
مسلمانانو ته چی کوم مشکلات اوتاوانونه رسیدلي دي د دي بې ننګوله لاسونوڅخه دي
اودمسلمانانو لویه امپراطورې ددوی د غداریوپه نتیجه کې له لاسه ولاړه او نن ورځ مسلمانان په خپلو کورونوکې محکوم دي ، نن که غلیم دمسلمانانو په لارو او کوڅو کي ګرځي او که دمسلمانانو ملي او محلي سرنوشت ورته ټاکي او دښځو دحقوقو په نوم له مسلمانانو څخه دهغوی دښځو حیا ، عزت او پت اخلي، او که دمسلمانانو په عقیده او عمل تمسخر کوي، او که دهغوی په سپیڅلي پیغمبرصلی الله علیه وسلم باندي ملنډي وهي ، نو دغه ټول شیان همدغه بزدله او بې غیرته قوم د ایمان پلورونکو په مټ په اسلامي نړۍ کي کوي !!
دیوسپیڅلي اسلامي نظام په هیله !



