نړيوال بانک: بېکارۍ او نا امنۍ ډيری افغانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) نړيوال بانک په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې ډيری افغانان د بې کارې او نا امنۍ له کبله هېواد پرېښودو ته اړ شوي او د افغانستان په پرتله نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند ته لومړيتوب ورکوي.

په راپور کې راغلي، چې هر کال نږدې څلور لکه کسان له زده کړو وروسته د کار موندنې هڅې کوي خو له نيمايي زياتو ته کار نه پېدا کېږي، چې دغه چاره افغانان نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره اړ کوي.

د نړيوال بانک راپور زياتوي، ښايي په راتلونکو کلونو کې د افغانانو د کډوالۍ شمېر له دې هم زيات شي.

دوی له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د افغانانو لپاره دې په نورو هېوادونو کې له قانوني لارو د کار زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې ګارډين ورځپاڼې هم په يوه مطلب کې راخيستي، چې ډيری افغان ځوانان له هېواده د تېښتې هڅې کوي.

يادې ورځپاڼې ليکلي، له هېواده د افغانانو د وتلو يوه لويه څپه پيل شوي او لامل يې هم نا امني او پر سوله باور له لاسه ورکول ښودل شوي دي.

ورځپاڼې زياته کړې، چې د وروستيو نا امنيو له کبله پر حکومت د خلکو باور ختم شوی او یادې سرچينې ته يو شمير افغانانو وروستيو بريدونو ته په اشارې ويلي، چې حکومت د کابل امنيت نه شي ټينګولی نو د نور هېواد امنيت به څنګه ټينګ کړای شي.

د ګډ حکومت په راتګ سره د دغې حکومت چارواکو خلکو ته د کارونو پيدا کولو ژمنې وکړې، خو په زيات شمير افغانان وايي چې حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ځآی د دې چې خلکو ته کارونه پيدا کړي، د تېرو کلونو په پرتله بې کاري او نا امني څو چنده زياته شوې ده او افغان ځونان دې ته مجبوره شوي چې نورو هېوادونو ته کډوال شي.

ويل کېږي، په تېرو درو کلونو کې لسګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو تللي چې ځينو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button