د ۱۱۱ فرقې د بريد په تړاو اووه لوړپوړي امنيتي منسوبين ګوښه شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۷) په کابل کې په ۱۱۱ فرقې د بريد په تړاو د دوو جنرالانو په ګډون اووه امنيتي منسوبين له دندو ګوښه شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې اوو تنو په خپلو دندو کې وظيفوي غفلت کړی دی.

د اشرف غني رسمي فسبوک پاڼه کې راغلي، د ياد بريد د څېړنې لپاره يې يو پلاوی ټاکلی و او د وروستيو موندونو د راپور اورېدو وروسته يې پريکړه وکړه، چې د دوو جنرالانو په ګډون اووه لوړرتبه افسران په خپله دنده کې د ناغيړۍ له کبله له دندې ګوښه کړي.

نوموړی زياتوي، دغه امنیتي منسبوين به د لا زياتو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نږدې اته ورځې مخکې په کابل کې په ۱۱۱مې فرقې پنځو تنو داعش وسله والو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې يوولس عسکر ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button