ځوانانو بيا د اروپا لاره ونيوله

تبصره

درې کاله وړاندې په نړيواله کچه اروپا ته د افغان ځوانانو ورتګ زيات شمېرل ښوول شوی و. په اروپا کې د مهاجرينو د قبلېدا د قانون په سختۍ سره يو څه له هېواده د ځوانانو تګ له خنډ سره مخ شو او هم تر اروپا پورې په مرګونو سمندري لارو د ځوانانو د کورنيو اندېښنې زياتې کړې. همدا او څه نور لاملونه وو چې څه موده یې له افغانستانه اروپا ته د ځوانانو په تللو کې کمښت راووست.

تېره مياشت چې په کابل مرکز او هم په ولاياتو کې د طالب وسله والو مرګونو بريدونو زور وکړ او آن حکومت د کابل مرکز په ساتنه کې ناکام شو، د کابل ښاريانو او په ولاياتو کې یې له بې روزګاره ځوانانو سره د ژوند تېرولو اندېښنې زياتې کړې.

د تېر په څېر، يو ځل بيا له هېواده د اروپايي هېوادونو په لور د ځوانانو د ورتللو بهير ګړندى شو. په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له وينا سره سم، تراوسه په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د منلو په قانون کې سختي نرمه شوې نه ده، له همدې امله له تېرو څو کلونو راهیسې زرګونه افغانان په اروپایي هېوادونو کې قبلېدا ته شپې په انتظار تېروي.

په کابل کې يو شمېر ځوانان، چې يو ځل بيا یې د اروپایي هېوادونو مخه نيولې، وايي د تېرو په پرتله اوس اروپا ته د رسوونکو قاچاقچيانو بازار ګرم شوی او ځوانانو ته د موبايل (ګرځنده) شمېرې ورکوي څو د يونان د سمندرله ليارې یې تر اروپايي هېوادونو ورسوي.

دا چې یو ځل بيا له هېواده د ځوانانو د وتلو څپه راپورته شوه، که د تېر په څېر د يونان او ترکېې په سمندرونو کې د کښتيو له ډوبېدو سره مخ شي، دا به له افغانستانه د تلونکو ځوانانو درېم انساني ناورين وي چې د ځوانانو کورنۍ به ورسره مخ کېږي.

که څه هم په افغانستان کې له تېرو ١٧ کالو راهیسې يوه ورځ هم په امن نه ده تېره شوې، خو د په  کابل کې د تيرې مياشتې خونړيو بريدونو د ځوانانو شپې ترخې کړې دي؛ بازار ته د  کورنۍ د غړو لپاره، په يوې نمړۍ ډوډۍ پسې د تللو ځوانانو جسدونو کورونو ته راوړل کېږي.

په کابل کې يو شمېر ښاريان او آن په حکومت کې په بيلابيلو پوستونو کارکوونکي وايي چې نور حکومت د خپلو هېوادوالو پر وړاندې د امن د ساتلو باور له لاسه ورکړی دی چې د تېرو مياشتو خونړي بريدونه یې  جوت مثالونه دى. پر حکومت نيوکې کوونکي وايي، يو حکومت چې د خپلې پلازمېنې امن ونه شي ساتلاى، هغه به په ولاياتو کې د ولسي وګړو امن څرنګه وساتي؟

پر حکومت نيوکې هغه وخت زياتې شوې چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو تر منځ اختلافات اوج ته ورسېدل او ارګ د بلخ ولايت د والي په ګوښه کولو کې هم پاتې راغلى.

له بلې خوا، په اداري فساد کې د حکومت د لوړپوړو چارواکو شراکت او هم د مرکز په شمول په ولاياتو کې د ځوانانو اخلاقي فساد، په حکومتي اداري تشکيلاتو کې د ځاى پر ځاى شویو ښځو ځورونو او د ځوانانو د اخلاقي فساد کچه مخ په لوړېدا ده چې بې کاره ځوانانو اروپايي هېوادونو ته بيا مخه وکړه او په ادارو کې د ښځو ځورولو ښځې پر کورونو کښېناستو ته اړ کړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button