هلمند: طالبانو په څو ولسوالیو کې ۵پوستې نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۸ فرید افغان)
د هلمند څخه راپورونه وایي چې طالبانو د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې نور پر مختګونه هم کړي او د یو شمیر پوستو په نیولو سره یې ګڼو پولیسو اوسنګوري اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ترلاسه شویو خبرونو په اساس طالبانو دهلمندمرجې ولسوالۍ دتریخ ناور اړوند په زابرسینه کي۳پوستې نیولې او د طالب ویاند دادعا ترمخه، چې په ترڅ کې یې ۹ سنګوریان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي چې ورسره سپکې او درنې وسلې یې هم د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
په همدې مهال طالبانو دناعلي ولسوالۍ اړوند په ماتکي سیمه کې هم یوه پوسته نیولې او د مهماتو د نیولو ترڅنګ یې د ۷ تنو ملي پولیسو د وژلو ادعا کړې ده.
بل پلو راپورونه وایي چې؛ طالبانو د دې ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند په اوپاشک مانده سیمه کي یوه پوسته نیولې چې په ترڅ کې ددوهم ټولي دقومندان اسماعیل بارکزي په شمول۹پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
دولتي چارواکو د یادو پوستو د سقوط په اړوند څه ندي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو همکارانو په هوایي بریدونوکې یې د ګرشک او ځینو نورسیمو کې یو شمیر وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



