د غزني مخ پر سقوط وضیعت دفاع وزیر اړ کړ ترڅو دې ولایت ته سفر وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۸ فرید افغان)
د غزني د ولایتي چارواکو د خبر ترمخه د غزني ولایت کې وروستي پیل شوي عملیات (نبرد اهنین) هم له ماتې سره مخ دي او له همدې کبله د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي اړشو ترڅو د دې ولایت د امنیتي وضعیت دڅیړلو په موخه غزني ته سفر وکړي.
نوموړی نن سهار غزني ته ورسید او د ولایتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.
ټاکل شوې ده چې دفاع وزیر طارق شا بهرامی به د غزني د ملکي او پوځي چارواکو سره د لیدنو کتنو په ترڅ کې له هغوی سره د امنیتي وضعیت د کنترول او د مخالفینو پرضد ځینې طرحې شریکې او په دې باب به مهمې مشورې هم وکړي.
دا په تیرو څو اونیو کې دوهم سفر ده چې له مرکز کابل څخه لوړپوړي حکومتي چارواکي دې ولایت ته ورځي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د دې ولایت د مرکز څو کیلو مترۍ ته خپل فعالیتونه رسولي او دې چارې دفاع وزارت اندیښمن کړی چې هسې نه دا ولایت هم د کندوز په برخلیک اخته شي



