لوبې د اسلام له نظره

عزیر

د اسلام سپېڅلی دین هره لوبه روا نه ګڼي، خو د څو شروطونو په اساس یې لوبې جایزې بللې دي، چې هغه شرطونه په لاندې ډول دي.

۱ـ د پردې، او د شرعي حدودو لحاظ به پکې ساتل شوی وي. د کرکټ په موجوده لوبو کې دا شرط نه مراعت کیږي، د لوبو پر مهال د لوبو په میدان کې بربنډې ښځې ناستې وي او په چکچکو سره خپل لوبغاړي تشویقوي.

۲ـ په لوبو کې داسې مصروفیدل ندي پکار چې، انسان له دين څخه غافل کړي لکه: جومات ته د جمعې لپاره تلل، شرعي علم ، نور تعليمات، نفقه، د والدينو خدمت او داسې نور…

دلته ځوان نسل په لوبو کې دومره ډوب دی چې، د قرآن تلاوت، ترجمې او تفسیر ته مخ نه وراړوي؛ خو کرکټ ته څو، څو ساعتونه وخت ورکوي.

۳ـ لوبو کې به فحش نه ویل کیږي او ښکنځل به نه پکې کیږي، که فحش پکې وویل شي او ښکنځل پکې وشي روا لوبه ناروا ګرځي.

۴ـ په لوبه کې به شرط وهل او قمار نه وي.

قمار هغه عظيمه ګناه ده چې، له شرابو او بُت پرستۍ سره يو ځای ذکر شوې ده او د شيطان عمل بلل شوی دی.

لکه څنګه چې الله تعالی د قرآنکريم د (المَائدة) سورت په نوي (۹۰) نمبر آیت کې فرمایلي دي:

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلٰمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطٰنِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ()

ژباړه:

-ای مؤمنانو! په یقیني توګه شراب، جواري (قمار)  بتان او د فال نيولو غشي ټول ناولي او شيطاني كارونه دي. له هغو څخه ډډه وکړئ، هيله ده چې تاسې ته به برى در په برخه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button